کومه خبره چې کوئ چې هغه نېکه او چې د نورو دپاره مدد کوونکى وى
اسلام عليکم ګرانو ملګرو، په انجيل شريف کښې د افسيانو په نوم خط، په څلورم باب او يو کم دريشم آيت کښې ليکلے شوى دى،
خرابه او پوچه خولۀ مۀ استعمالوئ. کومه خبره چې کوئ چې هغه نېکه او چې د نورو دپاره مدد کوونکى وى، نو څوک چې ستاسو خبرې واورى چې د هغوئ د جوړولو دپاره د ډاډ او برکت باعث وى.
آمين. زما ملګرو په دې کښې ډېر ښکلے نصيحت دے چې زمونږ خبرې دې د نورو دپاره د برکت او ډاډ باعث وګرځى. او دا څومره ښۀ خبره ده چې کله مونږ نورو خلقو ته د برکت رسولو کوشش کوو. او داسې خبرې د خولې نه اوباسو چې دې سره هغوئ ته حوصله ملاويږى، هغوئ زړۀ نۀ بائيلى، هغوئ تسلى ومومى او برکت هم ورته ملاو شى. ځکه چې کله مونږ چا سره خبرې کوو او په خبرو کښې د هغوئ دپاره برکت غواړو نو زمونږ آسمانى پلار زمونږ د ګفتګو تر مينځه موجود دے. او کلام وائى چرته چې دوه يا درې زما په نوم رايوځائ شى نو زۀ د هغوئ تر مينځه موجود يم. نو کله چې مونږ د هغوئ دپاره برکت غواړو، هغوئ ته وايو چې خدائ دې تاسو له برکت درکړى نو خدائ پاک به ضرور هغه کس له برکت ورکوى. ځکه چې هغه په هغه مقام کښې، په هغه ځائ کښې موجود وى. او دلته کښې مونږ د کوم څيز نه منع کوى؟ د دې نه چې وائى تاسو خرابه او پوچه خولۀ مۀ استعمالوئ. تاسو لږ شان سوچ وکړئ چې کله مونږ نورو خلقو سره ملاويږو، نورو خلقو سره کښېنو، دوه يا درې تنه راياوځائ شو او هلته مونږ خرابه او پوچه خولۀ استعمالوو نو آيا د خدائ پاک روح به په هغه ځائ کښې خوشحاله وى؟ آيا د خدائ پاک روح به زمونږ د خبرو اترو په وجه خوشحاليږى؟ هېڅکله نه! د خدائ پاک روح به خفه شى او مونږ به د خپلې خولې په وجه بدو حالاتو ته مخامخ شُو. او څومره چې مونږ خرابه او پوچه خولۀ استعمالوو نو دومره به دا زمونږ عادت جوړيږى. او څومره چې دا زمونږ عادت جوړيږى دومره به د خدائ پاک روح مونږ د خپل ځان نه لرې کوو. او چې د خدائ پاک روح چې زمونږ نه لاړ شى نو کوم حال چې د ساؤل وو نو دغه حال به بيا زمونږ هم وى. هغۀ په آخره کښې خودکوشى وکړه. هغۀ په آخره کښې په خپله ځان په توره باندې ووژلو. ځکه چې هغۀ سره بله لاره نۀ وه چې خپل ځان د بېعزتۍ نه بچ کړى. نو کله چې مونږ خپل ځان په خپله بېعزته کوو او کله چې مونږ خپلې خولې سره نور خلق بېعزته کوو نو دې سره مونږ د خدائ پاک روح د ځان نه لرې کوو او د دې فائده بلکل نشته. ښۀ خبره دا ده چې مونږ د خدائ پاک نه يره وکړو او د خپلې خولې نه د بل دپاره ښۀ خبرې وباسو، د برکت لفظونه وباسو چې مونږ ته هم ترې نه برکت ملاويږى او بل ته هم ترې نه برکت ملاو شى، او دې سره د خدائ پاک حضورى هم هر وخت مونږ سره وى. نو دا څومره د خوشحالۍ خبره ده.