In response to @khadima

په نوې عهدنامې کښې ټول ۲۷ کتابونه شامل دی چې د ۴ برخو په ډول تقسیم شوی دی:

۱. انجیلونه (Gospels):
متی (Matthew)
مرقس (Mark)
لوقا (Luke)
یوحنا (John)
انجیلونه د حضرت عیسی مسیح ژوند، تعلیمات، معجزات، او مرګ بیانوی.

۲. اعمال د رسولانو کتاب (Acts):
دا کتاب د حضرت عیسی د پیروانو (رسولانو) تاریخ بیانوی چې څنګه وړمبۍ کلیساګانې قایمې شوې.

۳. خطونه (Epistles):
دا کتابونه د رسولانو لکه پولوس، پطروس، او یوحنا لخوا لیکل شوی دی، چې په کې د مسیحیانو د ایمان او ژوند په اړه لارښوونې او تعلیمات شامل دی.
خطونه مختلفو کلیسیاګانو او کسانو ته لیکل شوی دی. ځینې مشهور خطونه دا دی:
خط د رومیانو په نوم (Romans)
خط د قرنتیانو په نوم (Corinthians)
خط د افسیانو په نوم (Ephesians)
خط د فلیپیانو به نوم (Philippians)

۴. د رویا کتاب (Revelations):
دا کتاب د یوحنا په نوم لیکلے شوے دے او د نړۍ د پای، د مسیح د دویم راتګ، او د قیامت په اړه د پیښو پېشنګوئی کوی.
د نوي عهدنامې یعنی د انجیل شریف دغه تقسیم د مسیحیانو لپاره د ایمان په پراختیا او مسیحیت په نړۍ کې د خپرېدو لپاره ډېر اهمیت لری.

48

/ 1000

  • No matching results...
  • Searching...

/ 10000

Options: