آيا صرف بنى اسرائيل د حضرت عيسى اُمتيان وُو؟

اسلام عليکم زما ګرانو او خوږو دوستانو، اُميد لرم چې تاسو به ښۀ يئ. په انجيل شريف کښې د متى په کتاب اتۀويشتم باب، اتلسم آيت نه تر شلم آيت پورې کښې ليکلے شوى دى،
بيا عيسىٰ ورغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے. ځکه تاسو په زمکه خوارۀ شئ او ټول قومونه زما مريدان کړئ او د پلار، د زوئ او د روحُ القُدس په نامه ورته بپتسمه ورکړئ. او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“
آمين. زما ملګرو، په دغه موقع عيسى مسيح خپلو يوولسو مريدانو سره وو. ځکه چې يهوده اِسکريوتى چې د عيسى دولسم مريد وو او په عيسى يې مخبرى کړې وه مړ شوے وو. او عيسى مسيح آسمان ته د تللو نه لږ وخت مخکښې دا خبرې خپلو مريدانو سره وکړې. کوم حکمونه چې دلته مالک عيسى مسيح خپلو مريدانو له ورکوى نو دا ډېر خاص دى. ځکه چې دا حکم نۀ صرف د هغوئ دپاره وو بلکې زمونږ دپاره هم دے. اول عيسى مسيح د خپل اختيار په حقله فرمائى چې، د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے. عيسى مسيح ځکه خپلو مريدانو ته د خپل پوره اختيار په حقله فرمائى، ځکه چې هغه غواړى چې مونږ په دې پوهه شو چې مونږ کوم مالک پسې روان يو نو هغه څوک دے. هغه بادشاه دے! هغه زمونږ مالک دے! او د يو بادشاه او د مالک څنګه تابعدارى کول پکار وى؟ نو دا عيسى مسيح مونږ ته رايادوى. چې مونږ د هغۀ تابعدارى وکړو او د هغۀ په پناه او حفاظت کښې دې ژوند تېر کړو. څنګه چې يو ملک د خپل بادشاه په وجه په حفاظت کښې وى. نو دغه شان مونږ د خپل بادشاه يعنى د عيسى مسيح په وجه په حفاظت کښې يو! نو ځکه عيسى مسيح مونږ ته د خپل اختيار په حقله يادګيرنه راکوى. خو ياد ساتئ، د دې دنيا بادشاهانو سره صرف د دې زمکې اختيار وى، هغه هم تر محدود حده پورې. خو د عيسى مسيح اختيار په ټوله زمکه باندې هم دے او په ټول آسمان باندې هم دے! او په دې وجه عيسى مسيح د دې دنيا د بادشاهانو نه لوئ بادشاه دے. هغه د بادشاهانو بادشاه دے. هم په دې حيثيت عيسى مسيح خپلو مريدانو له دا حکم ورکوى چې، ځکه تاسو په زمکه خوارۀ شئ او ټول قومونه زما مريدان کړئ او د پلار، د زوئ او د روحُ القُدس په نامه ورته بپتسمه ورکړئ. عيسى مسيح دا خبره واضحه کوى چې دا د خدائ پاک مرضى ده چې د خلاصون زيرے صرف تر بنى اسرائيلو پورې محدود نۀ دے بلکې د ټولې دنيا دپاره دے. دا خلاصون زېرے د هر قوم او نسل او ژبى ويونکى دپاره دے. يعنى اوس هر څوک د خدائ پاک بادشاهۍ ته د عيسى مسيح په وسيله راتلے شى. د عيسى مسيح مريدانو له اوس څۀ کول پکار دى؟ آيا هغوئ دې صرف کتابونه چاپ کوى او صرف په کتابونو کښې دې خلقو ته د کلام په حقله ښې ښې خبرې ليکى او دې نه پس دې بې غمه وى؟ بلکل نه! د عيسى مسيح د مريدانو خاص کار دا دے چې هغوئ به نور خلق مريدان جوړوى. يعنى خپل وخت به نورو خلقو له ورکوى هغوئ سره به کښينى او د عيسى مسيح په حقله به ورله تعليم ورکوى او د عيسى مسيح مريد به يې جوړوى. مريد څوک وى؟ مريد هغه وى څوک چې د خپل اُستاذ په نقش قدم باندې روان وى. نو عيسى مسيح غواړى چې مونږ دې د هغۀ مريدان شو يعنى په دې دنيا کښې دې مونږ د هغۀ د شخصيت څرګندونه وکړو. مونږ دې د هغۀ مريدان شو. او نۀ صرف مونږ بلکې مونږ دې نور خلق هم د هغۀ مريدان جوړ کړو. دا د مريد جوړېدو مطلب دے. نو آيا مونږ د عيسى مسيح مريدانو جوړولو دپاره تيار يو؟ که چرې تيار نۀ يو، نو دعا دې وغواړو، چې خدايه! ماله طاقت راکړه چې زۀ د عيسى مسيح په دې حکم باندې عمل وکړم او خلق د هغۀ مريدان جوړ کړم، چې هغوئ بپتسمه واخلى او خلاصون تر لاسه کړى.
بيا عيسى مسيح فرمائى چې، او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. ګرانو ملګرو، اول مهم کار د عيسى مسيح مريد جوړېدل دى. او بيا دويم مهم کار د عيسى مسيح تابعدارى کول دى. ځکه خو عيسى مسيح وفرمائيل چې مريدانو ته دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. د مريد جوړېدلو نه پس دې مونږ د کلام نه بې غمه نۀ يو او څۀ چې زمونږ زړۀ ته راځى هغه شان کوو. نه! د مريد جوړېدلو مطلب دا دے چې مونږ به د خپل مالک تابعدارى کوو. داسې نه، چې آقا خو منو خو د آقا خبرې نۀ منو. بلکې مونږ دې آقا هم منو، او ورسره دې د خپل آقا يعنى عيسى مسيح تابعدارى هم کوو. نو کله چې مونږ يو کس د عيسى مسيح مريد جوړوو نو مونږ دې هغۀ له دا تعليم هم ورکوو چې اوس تاله څنګه ژوند تېرول پکار دى. زمونږ کار دا دے چې هغوئ ته د عيسى مسيح حکمونه وښايو چې د عيسى مسيح تعليم څۀ دے. دشمن سره مينه کول، د دشمن دپاره د برکت دعا غوښتل، دا د عيسى مسيح تعليم دے.
په اخيره کښې عيسى مسيح خپلو مريدانو سره يوه خاص وعده کوى چې، دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم. زما ملګرو، د عيسى مسيح د دې خبرې مطلب دا دے چې هغه هره ورځ مونږ سره دے او تر قيامته پورې به هغه مونږ سره وى. يعنى هر ساعت او تر قيامته پورې هغه مونږ سره دے، او په دې خبره زورنه کوى چې مونږ دې په دې باندې يقين وساتو چې هغه مونږ سره دے. په جسمانى طور خو هغه مونږ سره موجود نۀ دے خو په روحانى طور هغه مونږ سره دے. هغه داسې، چې کوم روح هغۀ مونږ له راکړے دے، يعنى "روح القدس"، د هغې په وسيله هغه او آسمانى پلار هر وخت زمونږ مل دى، او مونږ به چرې هم نۀ پريږدى. هغه همېشه مونږ سره دے. تر قيامته پورې.

16

غرور صرف لانجه پېدا کوى

اسلام عليکم زما ګرانو او خوږو دوستانو، په کتاب مقدس کښې د متلونو په کتاب ديارلسم باب او لسم آيت کښې ليکلے شوى دى،
غرور صرف لانجه پېدا کوى، خو حِکمت په هغوئ کښې وى څوک چې نصيحت منى.
آمين. زما ملګرو، دلته د هغه مغرورتيا خبره کيږى په کوم کښې چې يو کس خپل ځان په پوهه کښې بلکل کامل او پوره ګڼى. او دا ضرورت نۀ محسوسوى چې ګنى په هغۀ کښې د علم کمے شته! او که څوک ورته څۀ خبره کوى نو د هغوئ خبره نۀ اورى ځکه چې هغۀ ته خپلې ټولې فيصلې بلکل صحيح ښکارى او وائى چې زۀ په هر څۀ باندې ښۀ پوهېږم. نو په دې آيت کښې د داسې قسمه مغرورتيا خبره کيږى. داسې کس دا سوچ کوى چې څۀ يم نو هم زۀ يم. د داسې قسمه رويې په وجه په يو ځائ کښې اتفاق نۀ پېدا کيږى بلکې د داسې کس هر چا سره څۀ نه څۀ لانجې وى. خو په دې آيت کښې دا وائيلے شوى دى چې حکمت په هغوئ کښې وى څوک چې نصيحت اورى.
دوه قسمه خلق وى. څۀ کسان داسې وى چې خپل ځان بلکل پوره ګڼى او د بل کس خبرې ورته سپکې ښکارى. او څۀ کسان داسى وى چې د خلقو نصيحت سپک نۀ ګڼى، نو د خدائ کلام فرمائى چې حکمت په داسې خلقو کښې وى. نو په دې کښې زمونږ دپاره هم دا نصيحت دے چې مونږ دې چرې هم خپل ځان پوره ونۀ ګڼو. بلکې همېشه دې د نصيحت دپاره خپل زړۀ کلاو ساتو. د مغروره خلقو په حقله به د انجيل شريف نه يو مثال درکړم. اعمال د رسولانو په کتاب کښې ذکر راځى چې کله پولوس رسول خدمت کولو او د عيسى مسيح زېرے يې خلقو ته بيانولو نو ځنى فلسفيانو چې کله د پولوس رسول خبرې واورېدلې، نو هغوئ پولوس رسول باندې تنقيد وکړو او وې وئيل چې دا بکواس کوونکے سړے څوک دے. هغه فلسفيانو په څۀ وجه پولوس رسول ته بکواس کولو واله کس ووئيل؟ ځکه چې هغوئ په خپله فلسفيان وُو. هغوئ خپل ځان په دنياوى پوهه او علم کښې دومره اوچت ګڼلو، چې بيا که چا هغوئ ته بله څۀ نظريه پېش کوله، نو که هغه خبره به صحيح هم وه خو هغوئ به نۀ قبلوله. دا ولې؟ ځکه چې هغوئ ته خپل سوچونه، خيالونه او نظريې بلکل ټيک ښکارېدلې. خو په حقيقت کښې هغوئ په خپله په تيارۀ کښې وُو، او پولوس رسول د حقيقت نه معموره وو. داسې وخت زمونږ په ژوند کښې هم راتلے شى. يو کس به مونږ ته صحيح خبره کوى خو مونږ ته به داسې ښکارى چې هغه بکواس کوى. نو مونږ دې چرې هم خپل ځان په علم او پوهه کښې پوره ونۀ ګڼو. بلکې په هر څۀ کښې دې مونږ عاجزى اختيار کړو، لکه څنګه چې پولوس رسول تيموتيوس ته نصحيت کوى چې، هغه معيارى تعليم چې تا زما نه په عيسىٰ مسيح کښې د ايمان او مينې په وسيله واورېدو په هغې معيار ژوند تېروه. (دويم تيموتيوس ١: ١٣) او په انجيل شريف کښې پولوس رسول دا هم فرمائى چې، په خپلو کښې په يو زړۀ اوسئ، لوئ لوئ خيالونه مۀ کوئ بلکې د بې‌وسو ملګرتيا کوئ او خپل ځان هوښيار مۀ ګڼئ. (روميان ١٢: ١٦)
دا نصحيت زمونږ دپاره هم دے. خدائ پاک دې وکړى چې مونږ د يو بل خبرې او نصحيت اورو. که چرې داسې نۀ کوو نو بيا به زمونږ په ژوند کښې صرف لانجې پېدا کيږى. او چرته چې هم مونږ ځو نو هلته به لانجه پېدا کيږى. ولې؟ زمونږ د مغرورتيا په وجه! مونږ به تيار نۀ يو چې د چا خبره واورو. همېشه به خپله کوو، همېشه به خپل زد کوو، همېشه به بل کس په خپل دباؤ کښې د ساتلو کوشش کوو. او د بل کس نصحيت ته به غوږ نۀ اېږدو. او داسې رويه د لانجو سبب جوړيږى. نو خدائ پاک دې مونږ له حکمت راکړى.
حکمت د خدائ پاک د روح القدس په وسيله په مونږ کښې راځى. د خدائ پاک روح په مونږ کښې عاجزى، حلميى، نرمى او صبر پېدا کوى. او په چا کښې چې عاجزى، نرمى او حليمى وى نو هغه چرې هم مغروره نۀ وى بلکې هغه همېشه د خلقو خبرې په غور سره اورى او صرف خپلې خبرې خلقو ته نۀ کوى بلکې د خلقو خبرو ته هم سوچ کوى، فکر پرې کوى، او په نصيحت باندې عمل کوى. هم په داسې کس کښې حکمت وى.

17

د حضرت داؤد ايمان

اسلام عليکم زما ګرانو دوستانو، اُميد لرم چې تاسو به ښۀ يئ. ملګرو، په ٢٧ زبور شريف کښې په ړومبى آيت کښې حضرت داؤد فرمائى،
مالِک خُدائ دے زما خلاصون او زما رڼا نو بيا زۀ ولې يره وکړم د چا؟ او مالِک خُدائ دے زما د ژوند قلعه نو بيا به زۀ ولې يره وکړم د چا؟
آمين. زما ملګرو، د حضرت داؤد يو خاص صفت دا وو، چې هغۀ به په هر قسمه حالاتو کښې په خدائ پاک باندې توکل کولو. هغۀ خدائ پاک د خپل زړۀ او خيالاتو نه نۀ وو ويستلے. تر دې پورې چې کله هغه ګناه وکړى، نو د ګناه نه پس هغه واپس خدائ پاک ته راوګرځى او ورته د خپلو ګناهونو اقرار وکړى. په يو پنځوسم زبور شريف کښې هغه د معافۍ دُعا غواړى. ضرور دا زبور ولولئ! نو هغۀ چرې هم د خپل زړۀ نه خدائ پاک نۀ وو ويستلے. او دلته چې هغه د خپل مالک خدائ پاک کوم صفتونه بيانوى نو په دې باندې لږ غور وکړئ. هغه فرمائى چې، مالک خدائ دے زما خلاصون او زما رڼا! که مونږ د حضرت داؤد ژوند ته وګورو نو هغه يو تکړه جنګيالے وو. او هغه په دې باندې مشهور هم وو. خو د دې په باوجود هم هغه په خپل زور او طاقت باندې فخر نۀ کوى بلکې هغه وائى چې، مالک خدائ دے زما خلاصون. که هغۀ ته په خپل ځان کښې څۀ خوبى يا قابليت ښکارېدلو خو بيا به هم هغۀ دا خبره نۀ هېروله چې په هغۀ کښې دا صلاحيت او قابليت د خدائ پاک د طرف نه موجود دے. هم دغه شان رويه دې مونږ هم ولرو. که چرې په مونږ کښې څۀ قابليت وى نو مونږ دې د حضرت داؤد په شان دا خبره نۀ هېروو چې مونږ له دا صلاحيت، قابليت، او نعمت خدائ پاک راکړے دے. او همېشه دې د خدائ پاک ستائنه کوو. ځکه خو خدائ پاک فرمائى چې حضرت داؤد زما د خوښې کس دے. ځکه چې هغۀ په يو کار کښې هم خدائ پاک نۀ وو هېر کړے.
بيا هغه فرمائى چې، مالک خدائ دے زما رڼا! هغۀ دا محسوس کړى وو چې هغۀ ته د ژوند اصل معنى خدائ پاک ښودلې ده. خدائ پاک د هغۀ پوهه روښانه کړې وه او هغۀ ته يې ښودلى وو چې د ژوند مقصد څۀ دے. هغه يې د تيارو د ژوند نه راويستلو، او خپلې رڼا ته يې راوستلو. حضرت داؤد شکمن نۀ وو. هغۀ ته دا پوره پته وه چې خدائ پاک څوک دے، او خدائ پاک څنګه د يو کس په ژوند کښې کارونه کوى. ځکه هغه وائى چې مالک خدائ دے زما رڼا. هغۀ ته د تيارو نه آزادى ملاو شوې وه. د هغۀ ايمان مضبوط وو ځکه چې د هغۀ رڼا خدائ پاک وو.
کله چې مونږ بې حوصلې کيږو او خپل ځان کمزورى ګڼو. نو مونږ دې دا خبره چرې هم نۀ هېروو چې مونږ ته زمونږ د ژوند مقصد عيسى مسيح ښودلے دے. هغۀ مونږ خپلې رڼا ته رابللى يو. نو که مونږ په دې دنيا کښې هر څومره سختو ته مخامخ شو او هر څومره فکرمند ولې نۀ يو، خو کم از کم مونږ ته دا خو معلومه ده، چې زمونږ راتلونکے وخت به هغۀ سره د همېشه دپاره وى. ځکه چې عيسى مسيح مونږ د دې خبرې نه روښانه کړى يو. هغۀ مونږ په تيارو کښې نۀ يو پرېښودى، لکه څنګه چې حضرت داؤد په تيارو کښې نۀ وو بلکې په رڼا کښې وو، او هغه د دې دپاره د خدائ پاک شکر ګزاره وو. او ورته پته وه چې زما مالک خدائ څوک دے. که چرې مونږ د خپل مالک پيروى کوو، نو بيا که مونږ په هر څنګه حال کښې هم يو، خو مونږ به مايوسه کيږو نه. مونږ به خپل مالک پسې روان يو، هغه مالک پسې څوک چې زمونږ خلاصوونکے دے او د ژوند رڼا ده.
حضرت داؤد دا هم فرمائى چې، مالک خدائ دے زما د ژوند قلعه، نو بيا زۀ ولې يره وکړم د چا! ياد ساتۍ چې زمونږ حقيقى د پناه ځائ خدائ پاک دے. لکه څنګه چې حضرت داؤد فرمائى چې، مالک خدائ زما د ژوند قلعه ده. په قلعه کښې به بادشاه محفوظ وو. نو د چا قلعه چې بيا خدائ پاک وى نو هغه به څومره په حفاظت کښې وى.
زما ملګرو، مونږ دې دا نۀ هېروو. چې مونږ ته حقيقت څرګند کړے شوے دے. او حقيقت مونږ له آزادى راکړې ده. او يو خفګان او مايوسى دې هم زمونږ نه دا آزادى وانۀخلى، بلکې مونږ دې په هغه فتح او آزادئ کښې ژوند تېر کړو کوم چې خدائ پاک د عيسى مسيح په وسيله مونږ له راکړې ده. مونږ د يرې ژوند تېرولو دپاره په دې دنيا کښې ژوند نۀ تېروو بلکې خدائ پاک مونږ له يو داسې روح راکړے دے چې هغه مونږ له حوصله، قوت او طاقت راکوى.

17

غلا مۀ کوئ

زما ملګرو، د حضرت موسٰى په شريعت کښې د خدائ پاک په لسو حکمونو کښې يو دا حکم دے چې غلا مۀ کوئ. او د شريعت په مطابق د غل دپاره دا سزا مقرر شوې وه چې هغه به يو په دوه حصې پېسې واپس ورکوى. يعنى، کله به چې يو غل معلوم شو نو هغۀ به د پېسو مالک له خپلې پېسې هم واپس ورکولې او د دې نه علاوه به هغۀ هغه هومره نورې پېسې هم هغه مالک له ورکولې. نو دا د شريعت په مطابق د غلا دپاره سزا وه. نو که چرې مونږ صرف دې حکم ته غور وکړو نو په دې کښې مونږ ته د خدائ پاک د شخصيت په حقله پته لږى چې خدائ پاک څنګه ذات دے. خدائ پاک چرې هم دا نۀ شى کولے چې چاسره نا حقه وکړى. ځکه خو خدائ پاک په شريعت کښې دا حکم ورکړے دے چې تاسو غلا مۀ کوئ. ځکه چې خدائ پاک په خپله هم يو داسې ذات دے چې هغه احساس کوى، خو څوک چې غلا کوى نو هغوئ د بل کس احساس نۀ کوى. څۀ خلق د مجبورۍ نه غلا کوى، په دې سوچ چې ماسره هم بې انصافى شوې ده نو زۀ به هم اوس غلا کوم، ځکه چې هغه بل کس زما احساس نۀ دے کړے نو زۀ به د هغۀ احساس نۀ کوم.
څوک د بدل په وجه غلا کوى، څوک د مجبورئ په وجه غلا کوى، او څوک د لالچ په وجه غلا کوى. هر چاسره د غلا کولو دپاره څۀ نه څۀ وجې وى. خو خدائ پاک څۀ فرمائى؟ آيا خدائ پاک مونږ ته د غلا کولو دپاره څۀ شرطونه مقرر کړى دى څۀ؟ چې په دې شرط تاسو غلا کولے شئ؟ خدائ پاک صرف دا فرمائيلى دى چې تاسو غلا مۀ کوئ. د بل کس حق مۀ خورئ، بلکې د بل کس احساس کوئ.
نن سبا په مختلفو طريقو سره خلق غلاګانې کوى. صرف د پېسو غلا، غلا نۀ ده. که چرې يو کس په يو دفتر کښې کار کوى، او هغه د دفتر وخت دفتر له نۀ ورکوى، نو دا د وخت غلا ده. او هم دغه شان چې کله يو مالک مزدور له د کار پوره پېسې نۀ ورکوى نو دا هم غلا ده. او دغه شان چې کله يو کس د بل کس نه رشوت آخلى، نو هغه کس خپلې ادارې نه غلا کوى! ځکه چې هغه په غير قانونى طريقى سره د بل کس دپاره په رشوت کار کوى نو هغه خپلې ادارې سره وفادار نۀ دے او په داسې کولو هغه د خپلې ادارې نه غلا کوى. د افسوس خبره دا ده چې څومره وخت تيريږى نو خلقو ته خپله غلا بيا غلا نۀ ښکارى بلکې هغوئ غلا ته خپل حق وائى. که هغه پردئ پېسې وى، او که پردے څيز وى، او که پردے عزت وى، کله چې په بده سترګه ورته وکتلے شى نو دا غلا ده.
يو انسان د خدائ پاک د جلال نه څنګه غلا کوى؟ هغه داسې، چې د ټولې لويئ لائق صرف خدائ پاک دے. او کله چې مونږ د خدائ پاک ته د لويى ورکولو په ځائ خپله لوئ خلقو ته څرګندوو، نو دا مونږ د خدائ پاک د لويئ نه غلا کوو. ولې چې مونږ د خلقو په مخکښې د خدائ پاک لويى نۀ بيانوو بلکې خپله لويى غواړو او خپل ښۀ والے څرګندوو او د خپلو نيکو کارونو ذکر ځائ په ځائ کوو. داسې کولو سره مونږ د خدائ پاک د جلال نه غلا کوو. مونږ دې خپل ژوند ته غور وکړو چې مونږ کوم قسمه غلا کوو. داسې څۀ شته چې هغه مونږ په پټه کوو؟ داسې څۀ شته چې هغه يو خاوند د خپلې ښځې نه په پټه کوى او يا يوه ښځه د خپل خاوند نه په پټه کوى؟ داسې څۀ شته چې په هغې کښې يو کس وفادار نۀ وى؟ آيا مونږ د خپلې ادارې، دفتر يا د کار ځائ نه غلا کوو؟ آيا مونږ د بل چا د کور نه څيزونه پټوو او يا پردى څيزونو ته په دې نظر سره ګورو چې دا څيز د دې کس په ځائ چې ماسره وے نو څومره به ښۀ وه؟ مونږ دې خپل ځان ته غور وکړو چې په مونږ کښې کوم قسمه غلا ده او زما غلا څۀ ده. بې شکه چې زۀ به پېسې نۀ پټوم، خو زۀ بل داسې څۀ کار کوم چې هغه صحيح نۀ دے؟ مونږ دې لکه د حضرت داؤد په شان رويه اختيار کړو او خدائ پاک ته دې ووايو چې، پاکه خُدايه، ما ولټوه، او زما زړۀ وپېژنه، او تۀ زما امتحان واخله او زما د پرېشانۍ په خيالونو ځان پوهه کړه. ما ته وګوره کۀ چرې کومه غلطه طريقه په ما کښې وى، ما د تل ژوندون لارو ته رهنمائى کړه. (زبور ١٣٩: ٢٣-٢٤)
مونږ دې دا دعا وغواړو چې مالکه خدايه! ماته څرګند کړه چې په ما کښې کومه غلا موجوده ده، او خدائ پاک نه دې معافى وغواړو. په انجيل شريف کښې وئيلے شوى دى چې، پس د دې نه دې غلۀ نوره غلا ونۀ کړى بلکې په خپلو لاسونو دې په محنت او ايماندارۍ سره کار وکړى، نو چې د هغوئ سره هم حاجتمندو ته د ورکولو دپاره څۀ وى. (افسيان ٤: ٢٨)
زمونږ دپاره د خدائ پاک تعليم هم دا دے چې مونږ دې د غلا په ځائ محنت مزدورى وکړو. او د غلا کولو په ځائ دې مونږ سخاوت وکړو او غنى شو. مونږ دې د خدائ پاک خوئ خپل کړو، خدائ پاک غنى ذات دے، سخى ذات دے، نو مونږ دې هم سخاوت کوو، او د يو بل احساس دې کوو. په انجيل شريف کښې ذکر راځى چې زکاۍ نومې يو سړے وو. څوک چې د محصولچيانو سردار او ډېر مالداره وو. خو کله چې هغه د عيسى مسيح مينه ووينى نو هغۀ ته خپل ژوند صفا ښکاره شى چې هغه څومره په تيارو کښې دے. نو هغه د ټولو په مخکښې دا اقرار وکړى چې، ”مالِکه، زۀ خپل نيم مال خوارانو له ورکوم او کۀ ما له چا نه په دوکه باندې څۀ اخستى وى نو هغۀ له به يو په څلور واپس ورکړم.“ عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”هم نن دې کور ته نجات راغلے دے ځکه چې دے هم د اِبراهيم زوئ دے. ځکه چې اِبن آدم دې له راغلے دے چې ورک شوى ولټوى او بچ يې کړى.“ (لوقا ١٩: ٨-١٠)
غلا د تيارۀ کار دے. خو کله چې مونږ نُور له يعنى خپل مالک له راشو، نو زمونږه ټولې تيارې به ختمې شى، او که مونږ د چا نه په دوکه څۀ آخستى وى نو هغه به هغه کس له واپس ورکړو.

15

خدائ پاک به څوک د زمکې وارثان کړى؟

په انجيل شريف کښې د متى په کتاب پينځم باب او پينځم آيت کښې ليکلے شوى دى چې عيسى مسيح فرمائى،
بختور دى هغوئ چې حليمان دى ځکه چې دوئ به د زمکې وارثان شى.
آمين. زما ملګرو، په دې آيت کښې مونږ ته پته لږى، چې بختور څوک دى او په څۀ وجه دى. عيسى مسيح فرمائى چې بختور هغوئ دى څوک چې حليمان دى او هم دا هغه خلق دى چې د زمکې وارثان به شى. خو د دې دنيا حالات داسې دى چې څوک زورور او اختيامند دى، نو هغوئ هر څۀ په خپل قابو کښې ساتى او د زمکو ورثان دى. خو عيسى مسيح د دې دنيا نه بلکل فرق خبره کوى، ځکه چې هغه وائى چې څوک حليمان دى نو هغوئ به د مزکې وارثان شى. نو هم په دې کښې مونږ ته د خدائ پاک حکمت ښکارى. مونږ انسانان دا سوچ کوو چې کله مونږ سره طاقت او اختيار وى نو هله مونږ څيزونه حاصلولے شو. خو حليم کس څۀ کوى؟ هغه د خپل طاقت په زريعه څيزونه د خپل اختيار او قابو لاندې نۀ ساتى. بلکې د دې په ځائ هغه خپل اختيار د خپل قابو لاندې ساتى! دا د حليم کس کار وى. که څۀ هم د هغۀ وس او طاقت رسى خو د دې په باوجود هم هغه خپل وس او طاقت په خپل قابو کښې ساتى، نۀ چې د هغه وس او طاقت په زريعه نور څيزونه په خپل قابو کښې ساتى. نو دا هغه خوبى ده چې په حليم انسان کښې وى، او هم دا هغه کسان دى چې د زمکې وارثان به شى. خو حليم کس څنګه د زمکې وارث کيږى؟ ګورئ، څوک چې حليم وى او خپل ټول توکل په خدائ پاک باندې کوى او خپل ځان د دې دنيا د حرص او لالچ نه ساتى، او د مالک عيسى مسيح پيروى کوى، هغۀ پسې روان دى او په هغۀ ايمان ساتى، نو په اخېره کښې به په دې دنيا باندې څوک د همېشه دپاره بادشاهى کوى؟ مالک عيسى مسيح! نو چې عيسى مسيح به په اخېره کښې د همېشه دپاره بادشاهى کوى نو بيا څوک چې د هغۀ منونکى دى نو هغوئ به هم هغۀ سره بادشاهى کوى. نو داسې به هغوئ د زمکې وارثان شى. ځکه چې اخيرى فتح د خدائ پاک ده. د خدائ مسيح به فتح مومى. نو د خپل مالک په وجه به هغوئ د زمکې وارثان شى ځکه چې د هغوئ مالک به د هر څۀ حاکم وى. نو مونږ دې خپل زور او طاقت د دنياوى څيزونو د حاصلولو دپاره استعمال نۀ کړو. مونږ دې خپل زور او طاقت په خپل قابو کښې وساتو، نۀ چې نور څيزونه پرې په قابو کښې ساتو. او خدائ پاک به زمونږ د صبر او حليمۍ په وجه مونږ له ډېر اجر راکړى.
خدائ پاک دې مونږ له توفيق راکړى چې مونږ حليمان شو. او خپل بدل دې په خپله نۀ آخلو، بلکې خدائ پاک ته دې پرېږدو. او خدائ پاک چې ډېر حکمت لرى او ډېره مننه ناک ذات دے، هغه به هر څۀ په خپله سم کړى.

16