د مالک عيسىٰ مسيح په ژوند غور وکړئ او ستړى او بېهمته نۀ شئ
اسلام عليکم زما ګرانو او خوږو ملګرو، اُميد لرم چې تاسو به ښۀ يئ. ملګرو په انجيل شريف کښې د عبرانيانو په نوم خط د دولسم باب په درېم آيت کښې ليکلے شوى دى،
په هغه چا غور وکړئ چا چې د ګناهګارانو خلقو دومره مخالفت وزغملو، نو چې تاسو ستړى او بېهمته نۀ شئ.
آمين. زما ملګرو، پولوس رسول دا خط د عبرانيانو جماعت ته ليکى او هغوئ له دا تسلى ورکوى چې هغوئ بېحوصلې نۀ شى. او هغوئ دې جماعت له د چا مثال ورکوى؟ د عيسى مسيح مثال ورله ورکوى. او وائى چې، عيسىٰ مسيح زمونږ دپاره د کومو خلقو نه تکليفونه وزغمل او د چا نه يې مخالفت وزغملو؟ د ګناهګاره خلقو نه. نو په دې کښې د توجو کولو خبره دا ده چې عيسى مسيح يو پاک او بېعېبه ذات دے. چې کله هغه د انسان په طور دې دنيا ته رغلو، نو د هغې په وجه هغه تکيفونو ته مخامخ شو. نو د دې تکليفونو مطلب دا نۀ وو چې ګڼې هغه ګناهګار دے. هغۀ په هر وخت کښې د خدائ پاک منصوبه ياده ساتلې وه. هغۀ ته پته وه چې هغه څۀ کوى. هغۀ ته پته وه چې هغه چرته روان دے. هغۀ ته پته وه چې هغه د کوم مقصد دپاره دې دنيا ته راغلے دے. نو هغۀ خپل مقصد ياد ساتلے وو، هغۀ د خپل آسمانى پلار لوئى بيانوله او دې سره سره يې خپلو مُريدانو ته خپل ژوند داسې څرګند کړو چې د هغوئ دپاره يو مثال شى. نو عيسى مسيح چرې هم خپل مقصد هېر کړے نۀ وو او بې زړۀ شوے نۀ وو بلکې هغه همېشه په خپل ايمان کښې قائم او مضبوط وو. نو دغه شان دې مونږ هم بې حوصلې کيږو نه. چې کله مونږ پرېشانه شُو، يا زمونږ زړۀ مات شى، يا مونږ مايوسه شُو، يا زمونږ زړۀ په څۀ وجه خفا شى او يا د نورو خلقو کاميابو ته ګورو او بيا خپل ژوند ته ګورو چې او ځان سره سوچ کوو چې زمونږ ژوند ولې په ښکته روان دے؟ ولې مونږ هغه شان نۀ يُو څنګه چې نور ايمانداران دى؟ نو په دې تولو حالاتو کښې چرې هم مۀ مايوسه کېږئ بلکې خپل مقصد ياد وساتئ. ياد ساتئ چې مونږ خدائ پاک د يو خاص مقصد دپاره غوره کړى يُو. او هر يو انسان په ذاتى طور باندې د خدائ پاک خاص مقصد پوره کوى. بېشکه چې په دې دنيا کښې به څۀ کسان داسې وى چې هغوئ به ډېر ښۀ خدمت کوى، ډېر په لويه سطح باندې به خدمت کوى. خو کۀ مونږ لږ وړوکے شان خدمت هم کوو نو دا هم د خدائ پاک دپاره اهم وو نو ځکه خو يې مونږ پېدا کړو او زمونږ په وسيله دا کار پوره کوى. نو مۀ مايوسه کېږئ او د خلقو په بدو خبرو او سپکو خبرو خپل زړونه مۀ خفا کوئ. دا هر څۀ زغمئ ځکه چې زمونږ مالک عيسى مسيح هم مونږ ته دا فرمائيلى دى چې،
بختور دى هغوئ چې غمژن دى، هغوئ به تسلى ومومى. (متى ٥: ٤)
او مالک عيسى مسيح دا هم فرمائيلى دى چې،
بختور دى هغوئ چې د خُدائ پاک د رضا پوره کولو دپاره زورَولے کيږى، د آسمان بادشاهى د هغوئ ده. ۱۱ تاسو بختور يئ کله چې خلق درته سپکې سپورې وائى، او زوروى مو او زما له وجې خلق ستاسو په حقله هر قِسم دروغژنې بدې خبرې کوى. ۱۲ دا هر څۀ تاسو په خوشحالۍ او روڼ تندى وزغمئ ځکه چې په آسمان کښې ستاسو دپاره لوئ اجر دے، ځکه چې ستاسو نه وړاندې هم دغه رنګ دوئ نبيان وزورول. (متى ٥: ١٠-١٢)
ګرانو ملګرو، مۀ مايوسه کيږئ، او مۀ بېحوصلې کيږئ، بلکې تل په ايمان کښې پوره په جوش او جذبې سره روان اوسئ او په هر قدم کښې دې مونږ د خدائ پاک محتاجه اوسو، د هغۀ لوئى دې بيانوو، مغروره کيږو دې نه او خدائ پاک په لار ښودنې په مطابق دې روان اوسو. نو خدائ پاک به خپل خاص کارونه، کوم چې هغه په ذاتې طور ستاسو په وسيله پوره کول غواړى، نو هغه به ستاسو په وسيله پوره کوى.