عيسىٰ مسيح به تاسو له د زړۀ آرام درکړى

اسلام عليکم ګرانو ملګرو، په انجيل شريف کښې د متى په کتاب يوولسم باب، يو کم دېرشم او دېرشم آيت کښې مالک عيسى مسيح فرمائى،
زما جغ په غاړه کړئ او زما نه زده کړئ، ځکه چې زۀ په زړۀ نرم او په روح کښې عاجز يم، او تاسو به په زړۀ کښې آرام حاصل کړئ. ځکه چې زما جغ په وړلو کښې پوست دے او زما پنډ سپک دے.
آمين. زما ملګرو، دا دعوت د مالک عيسى مسيح د طرف نه دے او هغه چې څۀ وائى نو بلکل رښتيا وائى. هغه د دې دنيا د استاذانو په شان نۀ دے. هغه زما په شان نۀ دے، هغه ستاسو په شان نۀ دے، هغه د دې دنيا د نورو خلقو په شان نۀ دے بلکې هغه د خدائ پاک زوئ دے، چې د حقيقت نه معمور دے. هغه دا دعوى کوى چې، زما جغ په غاړه کړئ او زما نه زده کړئ. مونږ انسانان په خپل عقل باندې توکل کوو، او شېطان مونږ لمسوى چې په خپل ځان باندې د توکل وکړو. دې دپاره چې مونږ د تل ژوندون ورکوونکې ونه يعنى عيسى مسيح پرېږدو، او د ښۀ او بد پوهې ورکوونکې ونې نه مېوه وخورو. داسې کولو دپاره مونږ شېطان لمسوى. که چرې زۀ تاسو له دا تعليم درکوم چې، کلام پرېږدئ او راشئ زما نه علم زده کړئ او زۀ به تاسو ته حقيقت بيان کړم چې ځانونه به څنګه تکړه کوئ، څنګه به کاميابى حاصولوئ، او څنګه په خپل ځان باندې توکل کولو سره تاسو هر څۀ حاصلولے شئ. نو په حقيقت کښې به زۀ دا تاسو له د شېطان تعليم درکوم. شېطان هم دغه شان د دنياوى استاذانو په ذريعه داسې قسمه تعليمات په دنيا کښې خوروى. خو که چرې مونږ د تل ژوندون حاصلولو دپاره او د زړۀ سکون حاصلولو دپاره، د انسان په ځائ، د دنيا د عالمانو په ځائ، خپل حقيقى مالک له ورځو، څوک چې مونږ له دا دعوت راکوى چې، ماله راشئ زما نه زده کړئ، ځکه چې زۀ په زړۀ نرم او په روح کښې عاجز يم، او تاسو به په زړۀ کښې آرام حاصل کړئ، نو هله به زمونږ زړۀ ته ريښتينے آرام ملاو شى، د دې نه علاوه مونږ بل په يو ځائ کښې هم آرام نۀ حاصلولے، که بل کس هر څومره هم دا دعوى وکړى چې تاسو به هغۀ سره په زړۀ کښې آرام حاصل کړئ او ماله راشئ، نو په دې کښې بلکل حقيقت نشته. حقيقت صرف او صرف عيسى مسيح دے. مونږ له آرام صرف او صرف عيسى مسيح راکولے شى. لکه څنګه چې عيسى مسيح دا هم فرمائيلى دى چې،
زۀ تاسو ته سکون پرېږدم، زما خپل سکون، هغه چې دُنيا يې نۀ شى ورکولے. نو مۀ پرېشانه کېږئ او مۀ يرېږئ. (يوحنا ١٤: ٢٧)
ملګرو، چې کله مونږ د زړۀ سکون حاصلولو دپاره خپلې سترګې د دنيا په ځائ خپل مالک طرف ته کړو نو مونږ به په روح کښې آرام حاصل کړو. تر څو پورې چې مونږ خپل ځان ته يا بل انسان ته سترګې نيولې وى نو مونږ به چرې هم آرام حاصل نۀ کړو، بلکې هغه څۀ به حاصل کړو څۀ چې شېطان په مونږ باندې حاصلول غواړى. نو مونږ د چا يو؟ ياد ساتئ چې د ژوند ورکونکې ونه مالک عيسى مسيح دے. څوک چې په زړۀ نرم او په روح کښې عاجز دے، او د هغۀ جغ په وړلو کښې پوست دے او د هغۀ پنډ سپک دے. او هغه واحد هغه ذات دے چې زمونږ په ژوند کښې لوئ کارونه کولے شى. هغه ژوندے دے! مونږ په خپله هېڅ هم نۀ شو کولے، صرف او صرف عيسى مسيح په مونږ کښې هر څۀ کولے شى. لکه څنګه چې هغۀ فرمائيلى دى چې،
زۀ د انګور بوټے يم او تاسو زما څانګې يئ. څوک چې په ما کښې اوسى او زۀ په هغوئ کښې نو هغوئ ډېره مېوه نيسى، ځکه چې زما نه بغېر تاسو هيڅ نۀ شئ کولے. (يوحنا ١٥: ٥)
راځئ چې خپل مالک له ورشو، خپلې سترګې هغۀ ته کړو، او هغۀ ته په سجده شو څوک چې زمونږ مالک او بادشاه دے، څوک چې په خپله مونږ له دعوت راکوى.

9

/ 1000

  • No matching results...
  • Searching...

/ 10000

Options: