د عيسىٰ مسيح په زخمونو تاسو شفا وموندله
اسلام عليکم زما ګرانو او خوږو ملګرو، اُميد لرم چې تاسو به ښۀ يئ. ملګرو، په انجيل شريف کښې د اول پطروس په نوم خط د دوېم باب په څليريشتم آيت کښې ليکلے شوى دى،
هغۀ په خپله زمونږ ګناهونه سولۍ ته د خپل ځان سره يوړل د دې دپاره چې مونږ ګناهونو نه آزاد شُو او د صداقت دپاره ژوند تېر کړُو. او د هغۀ په زخمونو تاسو شفا وموندله.
آمين. زما ملګرو، پطروس رسول د مالک عيسى مسيح يو داسې مريد وو چې هغۀ به په دې کښې ډېره خوشحالى محسوسله چې عيسى مسيح سره نزدې پاتې شى د هغۀ تابعدارى وکړى، او د هغۀ په ژوند باندې غور او فکر وکړى. پطروس رسول د عيسى مسيح د ژوند نه ښۀ واقف وو. هغۀ د عيسى مسيح ژوند ته وکتل نو ځکه خو هغه دلته د دې خبرې ګواهى ورکوى چې عيسى مسيح په خپله زمونږ ګناهونه سولۍ ته د خپل ځان سره يوړل. دې خبرې په وسيله هغه مونږ ته دا وائيل غواړى چې، عيسى مسيح چا په زوره سولۍ ته نۀ دے بوتلے. او روميانو چې هغه په سولۍ کړو نو دا په اتفاقى طور نۀ وو شوى او نۀ چا په زور او ذبرستۍ سره عيسى قربان کړو. بلکې عيسى مسيح په خپلې مرضۍ سره خپل ځان قربانېدو ته حواله کړو. نو پطروس رسول غواړى چې په دې کښې مونږ د عيسى مسيح مينې ته سوچ وکړو. دا د خدائ پاک منصوبه او ارده وه چې عيسى مسيح زمونږ په ځائ قربان شى. او دې هر څۀ پوره کولو دپاره عيسى مسيح په خپله راوړاندې شو. کوم کس چې يو کار په خپله مرضۍ کوى نو هم دې نه د هغه کس مينه څرګنديږى. که زۀ چاسره په حقيقت کښې مينه کوم، نو زۀ به په خپله د هغۀ د فائدې دپاره کارونه کوم. خو چې کوم کس يا کار سره زما مينه نۀ وى نو زۀ به چرې هم په خپله مرضۍ هغه کار ته نۀ لاس کوم تر څو چې ماته وئيلے شوى نۀ وى. خو عيسى مسيح په خپله زمونږ د ګناهونو د خاطره په سولۍ شو. عيسى مسيح په خپله دا فرمائيلى دى چې،
په دې وجه پلار ما سره مينه کوى ځکه چې زۀ خپل ځان قربانوم د دې دپاره چې دا بيا ومومم. دا زما نه څوک نۀ اخلى، خو زۀ دا په خپله مرضۍ قربانوم. دا زما اختيار دے چې ځان قربان کړم او دا مې هم اختيار دے چې دا زۀ بيا ومومم. دا حُکم ما ته خپل پلار راکړے دے. (يوحنا ١٠: ١٧-١٨)
نو عيسى مسيح په زور او زبردستۍ سره نۀ دے په سولۍ کړے شوے. بلکې هغۀ په خپله مرضۍ داسې وکړل. په څۀ وجه؟ په آيت کښې وائى چې، د دې دپاره چې مونږ ګناهونو نه آزاد شُو! هم په دې وجه هغۀ په خپله مرضۍ ځان قربان کړو. که چرې مونږ انسانان خپل حيثيت ته وګورو نو مونږ هېڅ هم نۀ يو. خو بيا هم خدائ پاک مونږ له د عيسى مسيح په وسيله ډېره معتبره مرتبه راکوى. او هغه اوچته مربته چې مونږ ته د عيسى مسيح په وسيله ملاو شوه هغه دا ده چې خدائ پاک مونږ ته خپل بچى ووئيل. لکه څنګه چې په انجيل شريف کښې د ايماندارانو په حقله ليکلے شوى دى چې،
ځکه چې هر څوک چې د خُدائ پاک د روح په هدايت چليږى، هغوئ د خُدائ پاک بچى دى. ځکه چې تاسو هغه روح نۀ دے حاصل کړے چې تاسو بيا د يرې غلامان کړى، بلکې تاسو د بچو جوړېدو هغه روح حاصل کړو چې د دې په وسيله مونږ ”ابا“ يعنې ”پلار“ وايو. (روميان ٨: ١٤-١٥)
ګرانو مينه والو، اوس چې مونږ د عيسى مسيح په وسيله په ګناه او مرګ باندې بريالى شوى يو نو اوس به مونږ څۀ کوو؟ مونږ به د خدائ پاک د روح په مرستې سره په صداقت کښې ژوند تېروو. هغه داسې، چې مونږ به په ايمان کښې ژوند تېروو، په مالک کښې به ژوند تېروو، د هغۀ دپاره به ژوند تېروو! اوس مونږ د هغۀ يو ځکه چې هغۀ مونږ د مرګ او ګناه د غلامۍ نه په خپلې وينې سره واخستلو. هغۀ مونږ په خپله مينه او په خپله وينه ځان دپاره وګټلو. او بيا په دې آيت کښې پطروس رسول دا هم فرمائى چې، د هغۀ په زخمونو تاسو شفا وموندله. نو پطروس رسول دلته د يشعياه نبى د هغه پېشګوئې په حقله خبره کوى کومه چې هغۀ د عيسى مسيح د راتلو نه تقريباً شپږ سوه کاله مخکښې کړې وه. او دا ټوله پېشګوئى مونږ په کتاب مقدس کښې د يشيعاه نبى په کتاب ٥٣ باب کښې لوستلے شو. په هغې کښې يعشياه نبى ډېر په تفصيل سره د مسيح په حقله د مخکښې نه دا ټولې خبرې کړې وې چې مسيح په څۀ وجه قربان شو. يشعياه نبى فرمائى چې،
خو بېشکه چې هغۀ زمونږ بيمارۍ او کمزورۍ اوچتې کړې. خو بيا هم زمونږ دا خيال وو چې هغۀ له سزا ورکړے شوه، او دا چې خُدائ پاک هغه ووهلو او د هغۀ د ګناهونو سزا يې ورکړه. خو زمونږ د ګناه په وجه هغه زخمى شو، زمونږ د بغاوت په وجه هغه چخڼى کړے شو. چې کومه سزا ورکړے شوه نو د هغې په وجه مونږ ته شفا مِلاو شوه، هغۀ چې کوم وهل وخوړل نو د هغې په وجه مونږ روغ شُو. (يشعياه ٥٣: ٤-٥)
او يشعياه نبى دا هم فرمائيلى وو چې،
خو دا د مالِک خُدائ رضا وه چې هغه ووهلے شى، او درد ورته مِلاو شى. کله چې د هغۀ ژوند د ګناه دپاره کفاره شى، د هغۀ به ډېر اولاد وى. هغه به يو اوږد عُمر تېر کړى، او د هغۀ په ذريعه به د مالِک خُدائ مقصد پوره شى. کله چې هغه وګورى چې د هغۀ د مصيبت اوچتولو په وجه هغۀ څۀ حاصل کړى دى، نو هغه به مطمئن شى. زما صادق خِدمت کوونکے به ډېر خلق صادقان کړى، ځکه چې هغه به د هغوئ ګناهونه اوچت کړى. (يشعياه ٥٣: ١٠-١١)
دا ټولې خبرې خدائ پاک د يشعياه پېغمبر په وسيله د عيسى مسيح د راتلو نه شپږ سوه کاله مخکښې کړې وې. او پطروس رسول هم دې خبرو ته اشاره کوى چې کله هغه فرمائى چې، د هغۀ په زخمونو تاسو شفا وموندله. دې سره پطروس رسول، چې د عيسى مسيح مريد وو، د دې خبرې ګواهى کوى چې هغه شخصيت چې د چا په حقله دا پېشګوئى شوې وه نو هغه هم عيسى مسيح په خپله دے. عيسى مسيح مونږ په هر لحاظ سره خپل کړو او بريالى يې کړو. هم هغه زمونږ حقيقى مالک او بادشاه دے. هغه چې اوس زمونږ حقيقى مالک او خاوند دے نو مونږ به د هغۀ دپاره ژوند تېروو.