کومه خبره چې کوئ چې هغه نېکه او چې د نورو دپاره مدد کوونکى وى

اسلام عليکم ګرانو ملګرو، په انجيل شريف کښې د افسيانو په نوم خط، په څلورم باب او يو کم دريشم آيت کښې ليکلے شوى دى،
خرابه او پوچه خولۀ مۀ استعمالوئ. کومه خبره چې کوئ چې هغه نېکه او چې د نورو دپاره مدد کوونکى وى، نو څوک چې ستاسو خبرې واورى چې د هغوئ د جوړولو دپاره د ډاډ او برکت باعث وى.
آمين. زما ملګرو په دې کښې ډېر ښکلے نصيحت دے چې زمونږ خبرې دې د نورو دپاره د برکت او ډاډ باعث وګرځى. او دا څومره ښۀ خبره ده چې کله مونږ نورو خلقو ته د برکت رسولو کوشش کوو. او داسې خبرې د خولې نه اوباسو چې دې سره هغوئ ته حوصله ملاويږى، هغوئ زړۀ نۀ بائيلى، هغوئ تسلى ومومى او برکت هم ورته ملاو شى. ځکه چې کله مونږ چا سره خبرې کوو او په خبرو کښې د هغوئ دپاره برکت غواړو نو زمونږ آسمانى پلار زمونږ د ګفتګو تر مينځه موجود دے. او کلام وائى چرته چې دوه يا درې زما په نوم رايوځائ شى نو زۀ د هغوئ تر مينځه موجود يم. نو کله چې مونږ د هغوئ دپاره برکت غواړو، هغوئ ته وايو چې خدائ دې تاسو له برکت درکړى نو خدائ پاک به ضرور هغه کس له برکت ورکوى. ځکه چې هغه په هغه مقام کښې، په هغه ځائ کښې موجود وى. او دلته کښې مونږ د کوم څيز نه منع کوى؟ د دې نه چې وائى تاسو خرابه او پوچه خولۀ مۀ استعمالوئ. تاسو لږ شان سوچ وکړئ چې کله مونږ نورو خلقو سره ملاويږو، نورو خلقو سره کښېنو، دوه يا درې تنه راياوځائ شو او هلته مونږ خرابه او پوچه خولۀ استعمالوو نو آيا د خدائ پاک روح به په هغه ځائ کښې خوشحاله وى؟ آيا د خدائ پاک روح به زمونږ د خبرو اترو په وجه خوشحاليږى؟ هېڅکله نه! د خدائ پاک روح به خفه شى او مونږ به د خپلې خولې په وجه بدو حالاتو ته مخامخ شُو. او څومره چې مونږ خرابه او پوچه خولۀ استعمالوو نو دومره به دا زمونږ عادت جوړيږى. او څومره چې دا زمونږ عادت جوړيږى دومره به د خدائ پاک روح مونږ د خپل ځان نه لرې کوو. او چې د خدائ پاک روح چې زمونږ نه لاړ شى نو کوم حال چې د ساؤل وو نو دغه حال به بيا زمونږ هم وى. هغۀ په آخره کښې خودکوشى وکړه. هغۀ په آخره کښې په خپله ځان په توره باندې ووژلو. ځکه چې هغۀ سره بله لاره نۀ وه چې خپل ځان د بې‌عزتۍ نه بچ کړى. نو کله چې مونږ خپل ځان په خپله بې‌عزته کوو او کله چې مونږ خپلې خولې سره نور خلق بې‌عزته کوو نو دې سره مونږ د خدائ پاک روح د ځان نه لرې کوو او د دې فائده بلکل نشته. ښۀ خبره دا ده چې مونږ د خدائ پاک نه يره وکړو او د خپلې خولې نه د بل دپاره ښۀ خبرې وباسو، د برکت لفظونه وباسو چې مونږ ته هم ترې نه برکت ملاويږى او بل ته هم ترې نه برکت ملاو شى، او دې سره د خدائ پاک حضورى هم هر وخت مونږ سره وى. نو دا څومره د خوشحالۍ خبره ده.

2

بختور دى هغوئ چې د خُدائ پاک د رضا پوره کولو دپاره زورَولے کيږى، د آسمان بادشاهى د هغوئ ده.

اسلام عليکم خوږو ملګرو، اُميد لرم چې تاسو به ښۀ يئ. ملګرو، په انجيل شريف کښې د متى په کتاب، پينځم باب او لسم آيت کښې مالک عيسى مسيح فرمائى،
بختور دى هغوئ چې د خُدائ پاک د رضا پوره کولو دپاره زورَولے کيږى، د آسمان بادشاهى د هغوئ ده.
آمين. زما ملګرو، عيسى مسيح هغه خلقو ته بختور وائى څوک چې د خدائ پاک د رضا دپاره زورَولے کيږى، او داسې خلقو ته به په اجر کښې د آسمان بادشاهى ملاو شى. د عيسى مسيح په دې وعدې کښې زمونږ دپاره د زده کړې، د اُميد او د تسلۍ خبره دا ده چې د دې دنيا تکليفونه زمونږ راتلونکى ښۀ مستقبل نۀ شى ختمولے. کۀ هر څومره تکليفونه ولې نۀ وى، کۀ هر څومره سختۍ ولې نۀ وى خو دې سره زمونږ راتلونکے ښۀ مستقبل کوم به چې د تل دپاره د خدائ پاک سره د آسمان په بادشاهۍ کښې وى، هغه نۀ شى ختمېدلے.
د يوې ښځې مثال به درکړم. چې کله يوه ښځه اُميدواره وى او د هغې ماشوم پېدا کيږى. نو که هغه تکليفوه هر څومره زيات ولې نۀ وى خو کومه خوشحالى چې هغې ته د ماشوم د پېدا کېدلو نه پس ملاويږى نو هغه د هغې دپاره ډېره خاص وى. هم دغه شان په دې دنيا کښې کۀ دا وخت زمونږ په هر څومره تکليفونو سره تېريږى خو په آخره کښې به چې مونږ ته څۀ ملاويږى او کوم ذات سره به چې مونږ اوسيږو، کومې هستۍ سره به چې مونږ وخت تېروو، کوم نُور به چې مونږ ته مخامخ وى نو هغه خوشحالى په لفظونو سره نۀ شى بيانېدلے. ځکه چې هره ورځ به زمونږ دپاره د خوشحالۍ وى. مونږ به د خدائ پاک لوئى وينو، د خدائ پاک هره خبره به هغه وخت زمونږ دپاره د خوشحالۍ او د شکر ګزارۍ وسيله جوړيږى. نو کۀ په دې دنيا کښې هر څنګه حالات وى، خو مونږ دې خپل راتلونکے مستقبل ذهن کښې وساتو چې مونږ به چا سره يو. زمونږ مستقبل زمونږ خپل مالک سره د آسمان په بادشاهۍ کښې د تل دپاره دے، نه چې د لږې مودې دپاره. د دې دنيا خوندونه عارضى وى، د لږ وخت دپاره وى او دا ډېر زر ختم شى. دا هر څۀ فانى دى. خو کوم اصل ځائ چې خدائ پاک مونږ له راکوى نو هغه فانى نۀ دے بلکې هغه د تل دپاره دے. نو د دې دپاره دې مونږ شکر ګزاره اوسو او خوشحالى دې کوو.

26

د مالک عيسىٰ مسيح په ژوند غور وکړئ او ستړى او بې‌همته نۀ شئ

اسلام عليکم زما ګرانو او خوږو ملګرو، اُميد لرم چې تاسو به ښۀ يئ. ملګرو په انجيل شريف کښې د عبرانيانو په نوم خط د دولسم باب په درېم آيت کښې ليکلے شوى دى،
په هغه چا غور وکړئ چا چې د ګناهګارانو خلقو دومره مخالفت وزغملو، نو چې تاسو ستړى او بې‌همته نۀ شئ.
آمين. زما ملګرو، پولوس رسول دا خط د عبرانيانو جماعت ته ليکى او هغوئ له دا تسلى ورکوى چې هغوئ بې‌حوصلې نۀ شى. او هغوئ دې جماعت له د چا مثال ورکوى؟ د عيسى مسيح مثال ورله ورکوى. او وائى چې، عيسىٰ مسيح زمونږ دپاره د کومو خلقو نه تکليفونه وزغمل او د چا نه يې مخالفت وزغملو؟ د ګناهګاره خلقو نه. نو په دې کښې د توجو کولو خبره دا ده چې عيسى مسيح يو پاک او بې‌عېبه ذات دے. چې کله هغه د انسان په طور دې دنيا ته رغلو، نو د هغې په وجه هغه تکيفونو ته مخامخ شو. نو د دې تکليفونو مطلب دا نۀ وو چې ګڼې هغه ګناهګار دے. هغۀ په هر وخت کښې د خدائ پاک منصوبه ياده ساتلې وه. هغۀ ته پته وه چې هغه څۀ کوى. هغۀ ته پته وه چې هغه چرته روان دے. هغۀ ته پته وه چې هغه د کوم مقصد دپاره دې دنيا ته راغلے دے. نو هغۀ خپل مقصد ياد ساتلے وو، هغۀ د خپل آسمانى پلار لوئى بيانوله او دې سره سره يې خپلو مُريدانو ته خپل ژوند داسې څرګند کړو چې د هغوئ دپاره يو مثال شى. نو عيسى مسيح چرې هم خپل مقصد هېر کړے نۀ وو او بې‌ زړۀ شوے نۀ وو بلکې هغه همېشه په خپل ايمان کښې قائم او مضبوط وو. نو دغه شان دې مونږ هم بې حوصلې کيږو نه. چې کله مونږ پرېشانه شُو، يا زمونږ زړۀ مات شى، يا مونږ مايوسه شُو، يا زمونږ زړۀ په څۀ وجه خفا شى او يا د نورو خلقو کاميابو ته ګورو او بيا خپل ژوند ته ګورو چې او ځان سره سوچ کوو چې زمونږ ژوند ولې په ښکته روان دے؟ ولې مونږ هغه شان نۀ يُو څنګه چې نور ايمانداران دى؟ نو په دې تولو حالاتو کښې چرې هم مۀ مايوسه کېږئ بلکې خپل مقصد ياد وساتئ. ياد ساتئ چې مونږ خدائ پاک د يو خاص مقصد دپاره غوره کړى يُو. او هر يو انسان په ذاتى طور باندې د خدائ پاک خاص مقصد پوره کوى. بې‌شکه چې په دې دنيا کښې به څۀ کسان داسې وى چې هغوئ به ډېر ښۀ خدمت کوى، ډېر په لويه سطح باندې به خدمت کوى. خو کۀ مونږ لږ وړوکے شان خدمت هم کوو نو دا هم د خدائ پاک دپاره اهم وو نو ځکه خو يې مونږ پېدا کړو او زمونږ په وسيله دا کار پوره کوى. نو مۀ مايوسه کېږئ او د خلقو په بدو خبرو او سپکو خبرو خپل زړونه مۀ خفا کوئ. دا هر څۀ زغمئ ځکه چې زمونږ مالک عيسى مسيح هم مونږ ته دا فرمائيلى دى چې،
بختور دى هغوئ چې غمژن دى، هغوئ به تسلى ومومى. (متى ٥: ٤)
او مالک عيسى مسيح دا هم فرمائيلى دى چې،
بختور دى هغوئ چې د خُدائ پاک د رضا پوره کولو دپاره زورَولے کيږى، د آسمان بادشاهى د هغوئ ده. ۱۱ تاسو بختور يئ کله چې خلق درته سپکې سپورې وائى، او زوروى مو او زما له وجې خلق ستاسو په حقله هر قِسم دروغژنې بدې خبرې کوى. ۱۲ دا هر څۀ تاسو په خوشحالۍ او روڼ تندى وزغمئ ځکه چې په آسمان کښې ستاسو دپاره لوئ اجر دے، ځکه چې ستاسو نه وړاندې هم دغه رنګ دوئ نبيان وزورول. (متى ٥: ١٠-١٢)
ګرانو ملګرو، مۀ مايوسه کيږئ، او مۀ بې‌حوصلې کيږئ، بلکې تل په ايمان کښې پوره په جوش او جذبې سره روان اوسئ او په هر قدم کښې دې مونږ د خدائ پاک محتاجه اوسو، د هغۀ لوئى دې بيانوو، مغروره کيږو دې نه او خدائ پاک په لار ښودنې په مطابق دې روان اوسو. نو خدائ پاک به خپل خاص کارونه، کوم چې هغه په ذاتې طور ستاسو په وسيله پوره کول غواړى، نو هغه به ستاسو په وسيله پوره کوى.

23

عيسىٰ مسيح به تاسو له د زړۀ آرام درکړى

اسلام عليکم ګرانو ملګرو، په انجيل شريف کښې د متى په کتاب يوولسم باب، يو کم دېرشم او دېرشم آيت کښې مالک عيسى مسيح فرمائى،
زما جغ په غاړه کړئ او زما نه زده کړئ، ځکه چې زۀ په زړۀ نرم او په روح کښې عاجز يم، او تاسو به په زړۀ کښې آرام حاصل کړئ. ځکه چې زما جغ په وړلو کښې پوست دے او زما پنډ سپک دے.
آمين. زما ملګرو، دا دعوت د مالک عيسى مسيح د طرف نه دے او هغه چې څۀ وائى نو بلکل رښتيا وائى. هغه د دې دنيا د استاذانو په شان نۀ دے. هغه زما په شان نۀ دے، هغه ستاسو په شان نۀ دے، هغه د دې دنيا د نورو خلقو په شان نۀ دے بلکې هغه د خدائ پاک زوئ دے، چې د حقيقت نه معمور دے. هغه دا دعوى کوى چې، زما جغ په غاړه کړئ او زما نه زده کړئ. مونږ انسانان په خپل عقل باندې توکل کوو، او شېطان مونږ لمسوى چې په خپل ځان باندې د توکل وکړو. دې دپاره چې مونږ د تل ژوندون ورکوونکې ونه يعنى عيسى مسيح پرېږدو، او د ښۀ او بد پوهې ورکوونکې ونې نه مېوه وخورو. داسې کولو دپاره مونږ شېطان لمسوى. که چرې زۀ تاسو له دا تعليم درکوم چې، کلام پرېږدئ او راشئ زما نه علم زده کړئ او زۀ به تاسو ته حقيقت بيان کړم چې ځانونه به څنګه تکړه کوئ، څنګه به کاميابى حاصولوئ، او څنګه په خپل ځان باندې توکل کولو سره تاسو هر څۀ حاصلولے شئ. نو په حقيقت کښې به زۀ دا تاسو له د شېطان تعليم درکوم. شېطان هم دغه شان د دنياوى استاذانو په ذريعه داسې قسمه تعليمات په دنيا کښې خوروى. خو که چرې مونږ د تل ژوندون حاصلولو دپاره او د زړۀ سکون حاصلولو دپاره، د انسان په ځائ، د دنيا د عالمانو په ځائ، خپل حقيقى مالک له ورځو، څوک چې مونږ له دا دعوت راکوى چې، ماله راشئ زما نه زده کړئ، ځکه چې زۀ په زړۀ نرم او په روح کښې عاجز يم، او تاسو به په زړۀ کښې آرام حاصل کړئ، نو هله به زمونږ زړۀ ته ريښتينے آرام ملاو شى، د دې نه علاوه مونږ بل په يو ځائ کښې هم آرام نۀ حاصلولے، که بل کس هر څومره هم دا دعوى وکړى چې تاسو به هغۀ سره په زړۀ کښې آرام حاصل کړئ او ماله راشئ، نو په دې کښې بلکل حقيقت نشته. حقيقت صرف او صرف عيسى مسيح دے. مونږ له آرام صرف او صرف عيسى مسيح راکولے شى. لکه څنګه چې عيسى مسيح دا هم فرمائيلى دى چې،
زۀ تاسو ته سکون پرېږدم، زما خپل سکون، هغه چې دُنيا يې نۀ شى ورکولے. نو مۀ پرېشانه کېږئ او مۀ يرېږئ. (يوحنا ١٤: ٢٧)
ملګرو، چې کله مونږ د زړۀ سکون حاصلولو دپاره خپلې سترګې د دنيا په ځائ خپل مالک طرف ته کړو نو مونږ به په روح کښې آرام حاصل کړو. تر څو پورې چې مونږ خپل ځان ته يا بل انسان ته سترګې نيولې وى نو مونږ به چرې هم آرام حاصل نۀ کړو، بلکې هغه څۀ به حاصل کړو څۀ چې شېطان په مونږ باندې حاصلول غواړى. نو مونږ د چا يو؟ ياد ساتئ چې د ژوند ورکونکې ونه مالک عيسى مسيح دے. څوک چې په زړۀ نرم او په روح کښې عاجز دے، او د هغۀ جغ په وړلو کښې پوست دے او د هغۀ پنډ سپک دے. او هغه واحد هغه ذات دے چې زمونږ په ژوند کښې لوئ کارونه کولے شى. هغه ژوندے دے! مونږ په خپله هېڅ هم نۀ شو کولے، صرف او صرف عيسى مسيح په مونږ کښې هر څۀ کولے شى. لکه څنګه چې هغۀ فرمائيلى دى چې،
زۀ د انګور بوټے يم او تاسو زما څانګې يئ. څوک چې په ما کښې اوسى او زۀ په هغوئ کښې نو هغوئ ډېره مېوه نيسى، ځکه چې زما نه بغېر تاسو هيڅ نۀ شئ کولے. (يوحنا ١٥: ٥)
راځئ چې خپل مالک له ورشو، خپلې سترګې هغۀ ته کړو، او هغۀ ته په سجده شو څوک چې زمونږ مالک او بادشاه دے، څوک چې په خپله مونږ له دعوت راکوى.

23

د عيسىٰ مسيح په زخمونو تاسو شفا وموندله

اسلام عليکم زما ګرانو او خوږو ملګرو، اُميد لرم چې تاسو به ښۀ يئ. ملګرو، په انجيل شريف کښې د اول پطروس په نوم خط د دوېم باب په څليريشتم آيت کښې ليکلے شوى دى،
هغۀ په خپله زمونږ ګناهونه سولۍ ته د خپل ځان سره يوړل د دې دپاره چې مونږ ګناهونو نه آزاد شُو او د صداقت دپاره ژوند تېر کړُو. او د هغۀ په زخمونو تاسو شفا وموندله.
آمين. زما ملګرو، پطروس رسول د مالک عيسى مسيح يو داسې مريد وو چې هغۀ به په دې کښې ډېره خوشحالى محسوسله چې عيسى مسيح سره نزدې پاتې شى د هغۀ تابعدارى وکړى، او د هغۀ په ژوند باندې غور او فکر وکړى. پطروس رسول د عيسى مسيح د ژوند نه ښۀ واقف وو. هغۀ د عيسى مسيح ژوند ته وکتل نو ځکه خو هغه دلته د دې خبرې ګواهى ورکوى چې عيسى مسيح په خپله زمونږ ګناهونه سولۍ ته د خپل ځان سره يوړل. دې خبرې په وسيله هغه مونږ ته دا وائيل غواړى چې، عيسى مسيح چا په زوره سولۍ ته نۀ دے بوتلے. او روميانو چې هغه په سولۍ کړو نو دا په اتفاقى طور نۀ وو شوى او نۀ چا په زور او ذبرستۍ سره عيسى قربان کړو. بلکې عيسى مسيح په خپلې مرضۍ سره خپل ځان قربانېدو ته حواله کړو. نو پطروس رسول غواړى چې په دې کښې مونږ د عيسى مسيح مينې ته سوچ وکړو. دا د خدائ پاک منصوبه او ارده وه چې عيسى مسيح زمونږ په ځائ قربان شى. او دې هر څۀ پوره کولو دپاره عيسى مسيح په خپله راوړاندې شو. کوم کس چې يو کار په خپله مرضۍ کوى نو هم دې نه د هغه کس مينه څرګنديږى. که زۀ چاسره په حقيقت کښې مينه کوم، نو زۀ به په خپله د هغۀ د فائدې دپاره کارونه کوم. خو چې کوم کس يا کار سره زما مينه نۀ وى نو زۀ به چرې هم په خپله مرضۍ هغه کار ته نۀ لاس کوم تر څو چې ماته وئيلے شوى نۀ وى. خو عيسى مسيح په خپله زمونږ د ګناهونو د خاطره په سولۍ شو. عيسى مسيح په خپله دا فرمائيلى دى چې،
په دې وجه پلار ما سره مينه کوى ځکه چې زۀ خپل ځان قربانوم د دې دپاره چې دا بيا ومومم. دا زما نه څوک نۀ اخلى، خو زۀ دا په خپله مرضۍ قربانوم. دا زما اختيار دے چې ځان قربان کړم او دا مې هم اختيار دے چې دا زۀ بيا ومومم. دا حُکم ما ته خپل پلار راکړے دے. (يوحنا ١٠: ١٧-١٨)
نو عيسى مسيح په زور او زبردستۍ سره نۀ دے په سولۍ کړے شوے. بلکې هغۀ په خپله مرضۍ داسې وکړل. په څۀ وجه؟ په آيت کښې وائى چې، د دې دپاره چې مونږ ګناهونو نه آزاد شُو! هم په دې وجه هغۀ په خپله مرضۍ ځان قربان کړو. که چرې مونږ انسانان خپل حيثيت ته وګورو نو مونږ هېڅ هم نۀ يو. خو بيا هم خدائ پاک مونږ له د عيسى مسيح په وسيله ډېره معتبره مرتبه راکوى. او هغه اوچته مربته چې مونږ ته د عيسى مسيح په وسيله ملاو شوه هغه دا ده چې خدائ پاک مونږ ته خپل بچى ووئيل. لکه څنګه چې په انجيل شريف کښې د ايماندارانو په حقله ليکلے شوى دى چې،
ځکه چې هر څوک چې د خُدائ پاک د روح په هدايت چليږى، هغوئ د خُدائ پاک بچى دى. ځکه چې تاسو هغه روح نۀ دے حاصل کړے چې تاسو بيا د يرې غلامان کړى، بلکې تاسو د بچو جوړېدو هغه روح حاصل کړو چې د دې په وسيله مونږ ”ابا“ يعنې ”پلار“ وايو. (روميان ٨: ١٤-١٥)
ګرانو مينه والو، اوس چې مونږ د عيسى مسيح په وسيله په ګناه او مرګ باندې بريالى شوى يو نو اوس به مونږ څۀ کوو؟ مونږ به د خدائ پاک د روح په مرستې سره په صداقت کښې ژوند تېروو. هغه داسې، چې مونږ به په ايمان کښې ژوند تېروو، په مالک کښې به ژوند تېروو، د هغۀ دپاره به ژوند تېروو! اوس مونږ د هغۀ يو ځکه چې هغۀ مونږ د مرګ او ګناه د غلامۍ نه په خپلې وينې سره واخستلو. هغۀ مونږ په خپله مينه او په خپله وينه ځان دپاره وګټلو. او بيا په دې آيت کښې پطروس رسول دا هم فرمائى چې، د هغۀ په زخمونو تاسو شفا وموندله. نو پطروس رسول دلته د يشعياه نبى د هغه پېشګوئې په حقله خبره کوى کومه چې هغۀ د عيسى مسيح د راتلو نه تقريباً شپږ سوه کاله مخکښې کړې وه. او دا ټوله پېشګوئى مونږ په کتاب مقدس کښې د يشيعاه نبى په کتاب ٥٣ باب کښې لوستلے شو. په هغې کښې يعشياه نبى ډېر په تفصيل سره د مسيح په حقله د مخکښې نه دا ټولې خبرې کړې وې چې مسيح په څۀ وجه قربان شو. يشعياه نبى فرمائى چې،
خو بې‌شکه چې هغۀ زمونږ بيمارۍ او کمزورۍ اوچتې کړې. خو بيا هم زمونږ دا خيال وو چې هغۀ له سزا ورکړے شوه، او دا چې خُدائ پاک هغه ووهلو او د هغۀ د ګناهونو سزا يې ورکړه. خو زمونږ د ګناه په وجه هغه زخمى شو، زمونږ د بغاوت په وجه هغه چخڼى کړے شو. چې کومه سزا ورکړے شوه نو د هغې په وجه مونږ ته شفا مِلاو شوه، هغۀ چې کوم وهل وخوړل نو د هغې په وجه مونږ روغ شُو. (يشعياه ٥٣: ٤-٥)
او يشعياه نبى دا هم فرمائيلى وو چې،
خو دا د مالِک خُدائ رضا وه چې هغه ووهلے شى، او درد ورته مِلاو شى. کله چې د هغۀ ژوند د ګناه دپاره کفاره شى، د هغۀ به ډېر اولاد وى. هغه به يو اوږد عُمر تېر کړى، او د هغۀ په ذريعه به د مالِک خُدائ مقصد پوره شى. کله چې هغه وګورى چې د هغۀ د مصيبت اوچتولو په وجه هغۀ څۀ حاصل کړى دى، نو هغه به مطمئن شى. زما صادق خِدمت کوونکے به ډېر خلق صادقان کړى، ځکه چې هغه به د هغوئ ګناهونه اوچت کړى. (يشعياه ٥٣: ١٠-١١)
دا ټولې خبرې خدائ پاک د يشعياه پېغمبر په وسيله د عيسى مسيح د راتلو نه شپږ سوه کاله مخکښې کړې وې. او پطروس رسول هم دې خبرو ته اشاره کوى چې کله هغه فرمائى چې، د هغۀ په زخمونو تاسو شفا وموندله. دې سره پطروس رسول، چې د عيسى مسيح مريد وو، د دې خبرې ګواهى کوى چې هغه شخصيت چې د چا په حقله دا پېشګوئى شوې وه نو هغه هم عيسى مسيح په خپله دے. عيسى مسيح مونږ په هر لحاظ سره خپل کړو او بريالى يې کړو. هم هغه زمونږ حقيقى مالک او بادشاه دے. هغه چې اوس زمونږ حقيقى مالک او خاوند دے نو مونږ به د هغۀ دپاره ژوند تېروو.

21