غلا مۀ کوئ
زما ملګرو، د حضرت موسٰى په شريعت کښې د خدائ پاک په لسو حکمونو کښې يو دا حکم دے چې غلا مۀ کوئ. او د شريعت په مطابق د غل دپاره دا سزا مقرر شوې وه چې هغه به يو په دوه حصې پېسې واپس ورکوى. يعنى، کله به چې يو غل معلوم شو نو هغۀ به د پېسو مالک له خپلې پېسې هم واپس ورکولې او د دې نه علاوه به هغۀ هغه هومره نورې پېسې هم هغه مالک له ورکولې. نو دا د شريعت په مطابق د غلا دپاره سزا وه. نو که چرې مونږ صرف دې حکم ته غور وکړو نو په دې کښې مونږ ته د خدائ پاک د شخصيت په حقله پته لږى چې خدائ پاک څنګه ذات دے. خدائ پاک چرې هم دا نۀ شى کولے چې چاسره نا حقه وکړى. ځکه خو خدائ پاک په شريعت کښې دا حکم ورکړے دے چې تاسو غلا مۀ کوئ. ځکه چې خدائ پاک په خپله هم يو داسې ذات دے چې هغه احساس کوى، خو څوک چې غلا کوى نو هغوئ د بل کس احساس نۀ کوى. څۀ خلق د مجبورۍ نه غلا کوى، په دې سوچ چې ماسره هم بې انصافى شوې ده نو زۀ به هم اوس غلا کوم، ځکه چې هغه بل کس زما احساس نۀ دے کړے نو زۀ به د هغۀ احساس نۀ کوم.
څوک د بدل په وجه غلا کوى، څوک د مجبورئ په وجه غلا کوى، او څوک د لالچ په وجه غلا کوى. هر چاسره د غلا کولو دپاره څۀ نه څۀ وجې وى. خو خدائ پاک څۀ فرمائى؟ آيا خدائ پاک مونږ ته د غلا کولو دپاره څۀ شرطونه مقرر کړى دى څۀ؟ چې په دې شرط تاسو غلا کولے شئ؟ خدائ پاک صرف دا فرمائيلى دى چې تاسو غلا مۀ کوئ. د بل کس حق مۀ خورئ، بلکې د بل کس احساس کوئ.
نن سبا په مختلفو طريقو سره خلق غلاګانې کوى. صرف د پېسو غلا، غلا نۀ ده. که چرې يو کس په يو دفتر کښې کار کوى، او هغه د دفتر وخت دفتر له نۀ ورکوى، نو دا د وخت غلا ده. او هم دغه شان چې کله يو مالک مزدور له د کار پوره پېسې نۀ ورکوى نو دا هم غلا ده. او دغه شان چې کله يو کس د بل کس نه رشوت آخلى، نو هغه کس خپلې ادارې نه غلا کوى! ځکه چې هغه په غير قانونى طريقى سره د بل کس دپاره په رشوت کار کوى نو هغه خپلې ادارې سره وفادار نۀ دے او په داسې کولو هغه د خپلې ادارې نه غلا کوى. د افسوس خبره دا ده چې څومره وخت تيريږى نو خلقو ته خپله غلا بيا غلا نۀ ښکارى بلکې هغوئ غلا ته خپل حق وائى. که هغه پردئ پېسې وى، او که پردے څيز وى، او که پردے عزت وى، کله چې په بده سترګه ورته وکتلے شى نو دا غلا ده.
يو انسان د خدائ پاک د جلال نه څنګه غلا کوى؟ هغه داسې، چې د ټولې لويئ لائق صرف خدائ پاک دے. او کله چې مونږ د خدائ پاک ته د لويى ورکولو په ځائ خپله لوئ خلقو ته څرګندوو، نو دا مونږ د خدائ پاک د لويئ نه غلا کوو. ولې چې مونږ د خلقو په مخکښې د خدائ پاک لويى نۀ بيانوو بلکې خپله لويى غواړو او خپل ښۀ والے څرګندوو او د خپلو نيکو کارونو ذکر ځائ په ځائ کوو. داسې کولو سره مونږ د خدائ پاک د جلال نه غلا کوو. مونږ دې خپل ژوند ته غور وکړو چې مونږ کوم قسمه غلا کوو. داسې څۀ شته چې هغه مونږ په پټه کوو؟ داسې څۀ شته چې هغه يو خاوند د خپلې ښځې نه په پټه کوى او يا يوه ښځه د خپل خاوند نه په پټه کوى؟ داسې څۀ شته چې په هغې کښې يو کس وفادار نۀ وى؟ آيا مونږ د خپلې ادارې، دفتر يا د کار ځائ نه غلا کوو؟ آيا مونږ د بل چا د کور نه څيزونه پټوو او يا پردى څيزونو ته په دې نظر سره ګورو چې دا څيز د دې کس په ځائ چې ماسره وے نو څومره به ښۀ وه؟ مونږ دې خپل ځان ته غور وکړو چې په مونږ کښې کوم قسمه غلا ده او زما غلا څۀ ده. بې شکه چې زۀ به پېسې نۀ پټوم، خو زۀ بل داسې څۀ کار کوم چې هغه صحيح نۀ دے؟ مونږ دې لکه د حضرت داؤد په شان رويه اختيار کړو او خدائ پاک ته دې ووايو چې، پاکه خُدايه، ما ولټوه، او زما زړۀ وپېژنه، او تۀ زما امتحان واخله او زما د پرېشانۍ په خيالونو ځان پوهه کړه. ما ته وګوره کۀ چرې کومه غلطه طريقه په ما کښې وى، ما د تل ژوندون لارو ته رهنمائى کړه. (زبور ١٣٩: ٢٣-٢٤)
مونږ دې دا دعا وغواړو چې مالکه خدايه! ماته څرګند کړه چې په ما کښې کومه غلا موجوده ده، او خدائ پاک نه دې معافى وغواړو. په انجيل شريف کښې وئيلے شوى دى چې، پس د دې نه دې غلۀ نوره غلا ونۀ کړى بلکې په خپلو لاسونو دې په محنت او ايماندارۍ سره کار وکړى، نو چې د هغوئ سره هم حاجتمندو ته د ورکولو دپاره څۀ وى. (افسيان ٤: ٢٨)
زمونږ دپاره د خدائ پاک تعليم هم دا دے چې مونږ دې د غلا په ځائ محنت مزدورى وکړو. او د غلا کولو په ځائ دې مونږ سخاوت وکړو او غنى شو. مونږ دې د خدائ پاک خوئ خپل کړو، خدائ پاک غنى ذات دے، سخى ذات دے، نو مونږ دې هم سخاوت کوو، او د يو بل احساس دې کوو. په انجيل شريف کښې ذکر راځى چې زکاۍ نومې يو سړے وو. څوک چې د محصولچيانو سردار او ډېر مالداره وو. خو کله چې هغه د عيسى مسيح مينه ووينى نو هغۀ ته خپل ژوند صفا ښکاره شى چې هغه څومره په تيارو کښې دے. نو هغه د ټولو په مخکښې دا اقرار وکړى چې، ”مالِکه، زۀ خپل نيم مال خوارانو له ورکوم او کۀ ما له چا نه په دوکه باندې څۀ اخستى وى نو هغۀ له به يو په څلور واپس ورکړم.“ عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”هم نن دې کور ته نجات راغلے دے ځکه چې دے هم د اِبراهيم زوئ دے. ځکه چې اِبن آدم دې له راغلے دے چې ورک شوى ولټوى او بچ يې کړى.“ (لوقا ١٩: ٨-١٠)
غلا د تيارۀ کار دے. خو کله چې مونږ نُور له يعنى خپل مالک له راشو، نو زمونږه ټولې تيارې به ختمې شى، او که مونږ د چا نه په دوکه څۀ آخستى وى نو هغه به هغه کس له واپس ورکړو.