غرور صرف لانجه پېدا کوى
اسلام عليکم زما ګرانو او خوږو دوستانو، په کتاب مقدس کښې د متلونو په کتاب ديارلسم باب او لسم آيت کښې ليکلے شوى دى،
غرور صرف لانجه پېدا کوى، خو حِکمت په هغوئ کښې وى څوک چې نصيحت منى.
آمين. زما ملګرو، دلته د هغه مغرورتيا خبره کيږى په کوم کښې چې يو کس خپل ځان په پوهه کښې بلکل کامل او پوره ګڼى. او دا ضرورت نۀ محسوسوى چې ګنى په هغۀ کښې د علم کمے شته! او که څوک ورته څۀ خبره کوى نو د هغوئ خبره نۀ اورى ځکه چې هغۀ ته خپلې ټولې فيصلې بلکل صحيح ښکارى او وائى چې زۀ په هر څۀ باندې ښۀ پوهېږم. نو په دې آيت کښې د داسې قسمه مغرورتيا خبره کيږى. داسې کس دا سوچ کوى چې څۀ يم نو هم زۀ يم. د داسې قسمه رويې په وجه په يو ځائ کښې اتفاق نۀ پېدا کيږى بلکې د داسې کس هر چا سره څۀ نه څۀ لانجې وى. خو په دې آيت کښې دا وائيلے شوى دى چې حکمت په هغوئ کښې وى څوک چې نصيحت اورى.
دوه قسمه خلق وى. څۀ کسان داسې وى چې خپل ځان بلکل پوره ګڼى او د بل کس خبرې ورته سپکې ښکارى. او څۀ کسان داسى وى چې د خلقو نصيحت سپک نۀ ګڼى، نو د خدائ کلام فرمائى چې حکمت په داسې خلقو کښې وى. نو په دې کښې زمونږ دپاره هم دا نصيحت دے چې مونږ دې چرې هم خپل ځان پوره ونۀ ګڼو. بلکې همېشه دې د نصيحت دپاره خپل زړۀ کلاو ساتو. د مغروره خلقو په حقله به د انجيل شريف نه يو مثال درکړم. اعمال د رسولانو په کتاب کښې ذکر راځى چې کله پولوس رسول خدمت کولو او د عيسى مسيح زېرے يې خلقو ته بيانولو نو ځنى فلسفيانو چې کله د پولوس رسول خبرې واورېدلې، نو هغوئ پولوس رسول باندې تنقيد وکړو او وې وئيل چې دا بکواس کوونکے سړے څوک دے. هغه فلسفيانو په څۀ وجه پولوس رسول ته بکواس کولو واله کس ووئيل؟ ځکه چې هغوئ په خپله فلسفيان وُو. هغوئ خپل ځان په دنياوى پوهه او علم کښې دومره اوچت ګڼلو، چې بيا که چا هغوئ ته بله څۀ نظريه پېش کوله، نو که هغه خبره به صحيح هم وه خو هغوئ به نۀ قبلوله. دا ولې؟ ځکه چې هغوئ ته خپل سوچونه، خيالونه او نظريې بلکل ټيک ښکارېدلې. خو په حقيقت کښې هغوئ په خپله په تيارۀ کښې وُو، او پولوس رسول د حقيقت نه معموره وو. داسې وخت زمونږ په ژوند کښې هم راتلے شى. يو کس به مونږ ته صحيح خبره کوى خو مونږ ته به داسې ښکارى چې هغه بکواس کوى. نو مونږ دې چرې هم خپل ځان په علم او پوهه کښې پوره ونۀ ګڼو. بلکې په هر څۀ کښې دې مونږ عاجزى اختيار کړو، لکه څنګه چې پولوس رسول تيموتيوس ته نصحيت کوى چې، هغه معيارى تعليم چې تا زما نه په عيسىٰ مسيح کښې د ايمان او مينې په وسيله واورېدو په هغې معيار ژوند تېروه. (دويم تيموتيوس ١: ١٣) او په انجيل شريف کښې پولوس رسول دا هم فرمائى چې، په خپلو کښې په يو زړۀ اوسئ، لوئ لوئ خيالونه مۀ کوئ بلکې د بېوسو ملګرتيا کوئ او خپل ځان هوښيار مۀ ګڼئ. (روميان ١٢: ١٦)
دا نصحيت زمونږ دپاره هم دے. خدائ پاک دې وکړى چې مونږ د يو بل خبرې او نصحيت اورو. که چرې داسې نۀ کوو نو بيا به زمونږ په ژوند کښې صرف لانجې پېدا کيږى. او چرته چې هم مونږ ځو نو هلته به لانجه پېدا کيږى. ولې؟ زمونږ د مغرورتيا په وجه! مونږ به تيار نۀ يو چې د چا خبره واورو. همېشه به خپله کوو، همېشه به خپل زد کوو، همېشه به بل کس په خپل دباؤ کښې د ساتلو کوشش کوو. او د بل کس نصحيت ته به غوږ نۀ اېږدو. او داسې رويه د لانجو سبب جوړيږى. نو خدائ پاک دې مونږ له حکمت راکړى.
حکمت د خدائ پاک د روح القدس په وسيله په مونږ کښې راځى. د خدائ پاک روح په مونږ کښې عاجزى، حلميى، نرمى او صبر پېدا کوى. او په چا کښې چې عاجزى، نرمى او حليمى وى نو هغه چرې هم مغروره نۀ وى بلکې هغه همېشه د خلقو خبرې په غور سره اورى او صرف خپلې خبرې خلقو ته نۀ کوى بلکې د خلقو خبرو ته هم سوچ کوى، فکر پرې کوى، او په نصيحت باندې عمل کوى. هم په داسې کس کښې حکمت وى.