د حضرت داؤد ايمان
اسلام عليکم زما ګرانو دوستانو، اُميد لرم چې تاسو به ښۀ يئ. ملګرو، په ٢٧ زبور شريف کښې په ړومبى آيت کښې حضرت داؤد فرمائى،
مالِک خُدائ دے زما خلاصون او زما رڼا نو بيا زۀ ولې يره وکړم د چا؟ او مالِک خُدائ دے زما د ژوند قلعه نو بيا به زۀ ولې يره وکړم د چا؟
آمين. زما ملګرو، د حضرت داؤد يو خاص صفت دا وو، چې هغۀ به په هر قسمه حالاتو کښې په خدائ پاک باندې توکل کولو. هغۀ خدائ پاک د خپل زړۀ او خيالاتو نه نۀ وو ويستلے. تر دې پورې چې کله هغه ګناه وکړى، نو د ګناه نه پس هغه واپس خدائ پاک ته راوګرځى او ورته د خپلو ګناهونو اقرار وکړى. په يو پنځوسم زبور شريف کښې هغه د معافۍ دُعا غواړى. ضرور دا زبور ولولئ! نو هغۀ چرې هم د خپل زړۀ نه خدائ پاک نۀ وو ويستلے. او دلته چې هغه د خپل مالک خدائ پاک کوم صفتونه بيانوى نو په دې باندې لږ غور وکړئ. هغه فرمائى چې، مالک خدائ دے زما خلاصون او زما رڼا! که مونږ د حضرت داؤد ژوند ته وګورو نو هغه يو تکړه جنګيالے وو. او هغه په دې باندې مشهور هم وو. خو د دې په باوجود هم هغه په خپل زور او طاقت باندې فخر نۀ کوى بلکې هغه وائى چې، مالک خدائ دے زما خلاصون. که هغۀ ته په خپل ځان کښې څۀ خوبى يا قابليت ښکارېدلو خو بيا به هم هغۀ دا خبره نۀ هېروله چې په هغۀ کښې دا صلاحيت او قابليت د خدائ پاک د طرف نه موجود دے. هم دغه شان رويه دې مونږ هم ولرو. که چرې په مونږ کښې څۀ قابليت وى نو مونږ دې د حضرت داؤد په شان دا خبره نۀ هېروو چې مونږ له دا صلاحيت، قابليت، او نعمت خدائ پاک راکړے دے. او همېشه دې د خدائ پاک ستائنه کوو. ځکه خو خدائ پاک فرمائى چې حضرت داؤد زما د خوښې کس دے. ځکه چې هغۀ په يو کار کښې هم خدائ پاک نۀ وو هېر کړے.
بيا هغه فرمائى چې، مالک خدائ دے زما رڼا! هغۀ دا محسوس کړى وو چې هغۀ ته د ژوند اصل معنى خدائ پاک ښودلې ده. خدائ پاک د هغۀ پوهه روښانه کړې وه او هغۀ ته يې ښودلى وو چې د ژوند مقصد څۀ دے. هغه يې د تيارو د ژوند نه راويستلو، او خپلې رڼا ته يې راوستلو. حضرت داؤد شکمن نۀ وو. هغۀ ته دا پوره پته وه چې خدائ پاک څوک دے، او خدائ پاک څنګه د يو کس په ژوند کښې کارونه کوى. ځکه هغه وائى چې مالک خدائ دے زما رڼا. هغۀ ته د تيارو نه آزادى ملاو شوې وه. د هغۀ ايمان مضبوط وو ځکه چې د هغۀ رڼا خدائ پاک وو.
کله چې مونږ بې حوصلې کيږو او خپل ځان کمزورى ګڼو. نو مونږ دې دا خبره چرې هم نۀ هېروو چې مونږ ته زمونږ د ژوند مقصد عيسى مسيح ښودلے دے. هغۀ مونږ خپلې رڼا ته رابللى يو. نو که مونږ په دې دنيا کښې هر څومره سختو ته مخامخ شو او هر څومره فکرمند ولې نۀ يو، خو کم از کم مونږ ته دا خو معلومه ده، چې زمونږ راتلونکے وخت به هغۀ سره د همېشه دپاره وى. ځکه چې عيسى مسيح مونږ د دې خبرې نه روښانه کړى يو. هغۀ مونږ په تيارو کښې نۀ يو پرېښودى، لکه څنګه چې حضرت داؤد په تيارو کښې نۀ وو بلکې په رڼا کښې وو، او هغه د دې دپاره د خدائ پاک شکر ګزاره وو. او ورته پته وه چې زما مالک خدائ څوک دے. که چرې مونږ د خپل مالک پيروى کوو، نو بيا که مونږ په هر څنګه حال کښې هم يو، خو مونږ به مايوسه کيږو نه. مونږ به خپل مالک پسې روان يو، هغه مالک پسې څوک چې زمونږ خلاصوونکے دے او د ژوند رڼا ده.
حضرت داؤد دا هم فرمائى چې، مالک خدائ دے زما د ژوند قلعه، نو بيا زۀ ولې يره وکړم د چا! ياد ساتۍ چې زمونږ حقيقى د پناه ځائ خدائ پاک دے. لکه څنګه چې حضرت داؤد فرمائى چې، مالک خدائ زما د ژوند قلعه ده. په قلعه کښې به بادشاه محفوظ وو. نو د چا قلعه چې بيا خدائ پاک وى نو هغه به څومره په حفاظت کښې وى.
زما ملګرو، مونږ دې دا نۀ هېروو. چې مونږ ته حقيقت څرګند کړے شوے دے. او حقيقت مونږ له آزادى راکړې ده. او يو خفګان او مايوسى دې هم زمونږ نه دا آزادى وانۀخلى، بلکې مونږ دې په هغه فتح او آزادئ کښې ژوند تېر کړو کوم چې خدائ پاک د عيسى مسيح په وسيله مونږ له راکړې ده. مونږ د يرې ژوند تېرولو دپاره په دې دنيا کښې ژوند نۀ تېروو بلکې خدائ پاک مونږ له يو داسې روح راکړے دے چې هغه مونږ له حوصله، قوت او طاقت راکوى.