په آسمان کښې ستاسو دپاره لوئ اجر دے
اسلام عليکم زما ګرانو او خوږو ملګرو، اُميد لرم چې تاسو به ښۀ يئ. ګرانو ملګرو، په انجيل شريف کښې د متى په کتاب د پينځم باب يولسم او دولسم آيت کښې مالک عيسى مسيح فرمائى،
تاسو بختور يئ کله چې خلق درته سپکې سپورې وائى، او زوروى مو او زما له وجې خلق ستاسو په حقله هر قِسم دروغژنې بدې خبرې کوى. دا هر څۀ تاسو په خوشحالۍ او روڼ تندى وزغمئ ځکه چې په آسمان کښې ستاسو دپاره لوئ اجر دے، ځکه چې ستاسو نه وړاندې هم دغه رنګ دوئ نبيان وزورول.
آمين. زما ملګرو د مالک عيسى مسيح خبرې د تسلۍ، د حقيقت او د مينې نه ډکې دى. او کۀ مونږ د عيسى مسيح دې کلام ته وګورو نو په دې کښې د هغۀ د منونکو دپاره يوه لويه تسلى ده، او يو لوئ حقيقت طرف ته هم اشاره ده. يو داسې حقيقت کوم چې مونږ له اُميد او تسلى راکوى، په هغه حالاتو کښې په کوم کښې چې مونږ زورولے کيږو، د خلقو په مخکښې سپکيږو، خو بيا هم زمونږ دپاره د خوشحالۍ اُميد شته. دا ولې؟ دا ځکه، چې عيسى مسيح مونږ ته دلته وائى، چې په آسمان کښې ستاسو دپاره لوئ اجر دے. نو مونږ دې خپل آسمانى اجر ځان ته رايادوو، هغه اجر کوم به چې خدائ پاک مونږ له راکوى. نو د دې په ذريعه عيسى مسيح مونږ له حوصله راکوى او ډاډکيرنه راکوى او مونږ د خوشحالۍ نه خبروى چې زمونږ دپاره څومره لوئ اجر دے. نو مونږ دې خوشحاله اوسو چې خدائ پاک څنګه په خپل کلام کښې مونږ له تسلى راکوى. کۀ ستاسو زړونه په څۀ وجه غمژن وى نو هغه غم هېر کړئ او دې خوشحالۍ ته وګورئ کوم چې مونږ ته دلته زمونږ مالک رايادوى، يعنى په آسمان کښې اجر. کۀ داسې څۀ خبرې وى د کوم په وجه چې تاسو پرېشانه يئ او يا د خپل ژوند په وجه پرېشانه يئ نو هېڅ غم مۀ کوئ ځکه چې عيسى مسيح مونږ له تسلى راکوى. او کومه سلامتى او تسلى چې عيسى مسيح مونږ له راکوى نو دا مونږ له دنيا نۀ شى راکولے. دنيا چې مونږ له څومره غم راکوى نو د هغې غم په نسبت چې عيسى مسيح مونږ له کومه تسلى راکوى نو هغه ډېره لويه ده. غم او تکليف عارضى دے خو د عيسى مسيح تسلى د تل دپاره ده. ځکه خو عيسى مسيح وائى چې هلته به نۀ غم وى، نۀ ژړا وى او نۀ به د سترګو اوښکې بلکې هلته به خوشحالى وى ځکه چې خدائ پاک به مونږ سره وى. نو هغه مونږ له تسلى راکوى او مونږ دې دا تسلى قبوله کړو او په دې باندې دې ايمان وساتو چې هغه ژوندى کلام، د کوم په وسيله چې دا ټوله دنيا پېدا شوې ده، هغۀ چې څۀ فرمائيلى دى نو هغه رښتيا دى. او په دې کښې زمونږ دپاره يو لوئ اُميد دے.