په مسیحیت کي ګناه څه ته وايي؟

تاسو به حتما د لومړنۍ ګناه په باره کي د مسیحیانو د عقیدې په هلکه پوه یاست. خو نن به زه ستاسو سره د کلام په رڼا کي د هغه کارونو په هکله یو څو خبرې کوم چې مونږ مسیحیانو ګناه بولو او د هغو څخه خپل ځانونه وساتو. په دې هکله به تاسو ته مثالونه هم درکوو.
د خدای پاک په کلام کي هغه ټول کارونه واضح شوې دې کوم چې ګناه ګڼل کیږې او هغه د خدای پاک د نفرت سبب ګرځې. خدای پاک مونږ د هر ډول کرکې، شخړو، نشو، جنسې بداخلاقیو، ښکنځلو، بدپرستۍ، بدنیتۍ او د خود غرضه کارونو څخه منع کړې یو. زه غواړم په دې هکله تاسو ته د سپیڅلې کلام څخه یو څو ایتونه ولولوم په کومو کې چې خدای پاک مونږ ته هغه کارونو ښوونه کړې ده کوم چې ګناه ګڼل کیږې. د نفساني غوښتنو کارونه ښکاره دي: جنسي بد‌اخلاقي، ناپاکي، عیاشي، ۲۰ بت‌پرستي، جادوګري، دښمني، جګړې، کینه، قهر او غضب، ځان خوښونه، بې‌اتفاقي، ډله بازي، ۲۱ بخیلي، نشه، مستي او داسې نور. زه تاسو ته بیا خبرداری درکوم لکه څنګه چې مخکې مې هم درکړی ؤ، څوک چې داسې کارونه کوي د خدای د پاچاهۍ په میراث کې به برخه ونه لري. غلاطین ۵: ۱۹-۲۱
خو ستاسو په هکله دې د هېڅ ډول جنسي بد‌اخلاقي او حتی د هېڅ ډول ناپاکۍ او حرص خبرې نه وي، ځکه چې دا د خدای د خلکو سره مناسب نه دي. ۴ په تاسو کې دې چټلې، کم‌عقلې خبرې او یا بې‌ادبه ټوکې هم نه وي، ځکه چې دا ټولې بېځایه خبرې دي، بلکې د هغو په ځای د خدای شکر ادا کړئ. ۵ ډاډه اوسئ چې هېڅ ډول جنسي بد‌اخلاق، ناپاک یا حریص انسان ته (ځکه چې حرص یو ډول بت‌پرستي ده) د مسیح او خدای په پاچاهۍ کې میراث نشته. مه پرېږدئ چې څوک مو په پوچو او بې‌معنی خبرو وغولوي، ځکه چې د همدې شیانو له امله د خدای غضب په هغو خلکو باندې نازلیږي چې نافرمانه وي. ۷ نو د داسې خلکو سره په کارونو کې مه شریک کېږئ. ۸ که څه هم تاسو یو وخت په تیاره کې وئ، خو اوس په څښتن کې په رڼا کې یئ. نو د رڼا د اولادونو په شان ژوند کوئ. افسیسیان ۵: ۳ -۸

1

64

In response to @Bashar

Bashar rora, stasu dera manana che da kalam na mo da ikhlaqi juwandun pa haqla bunyadi khabare sharike kre. Za fikar kom che kala yao kas bal ta da zan pa shan ogori nu agha ba his kala hum da agha khilaf gunah onakri. Khude paak tal pa de khushalegi che mung da yaobal ehsas ao qadar okru.
Dera mana ror jana. 👍

66

/ 1000

  • No matching results...
  • Searching...

/ 10000

Options: