د ايمان جزبه په حکمت سره قائمه وساتئ

اسلام عليکم ګرانو ملګرو، په انجيل شريف کښې د عبرانيانو په نوم خط د شپږم باب دولسم آيت کښې مالک عيسى مسيح فرمائى،
نو د دې دپاره چې تاسو سست نۀ شئ بلکې د هغوئ په نقش قدم شئ څوک چې د ايمان او صبر په وسيله د لوظ وارثان دى.
آمين. زما ملګرو دلته يو څو ډېرې خاص خبرې کيږى. ړومبۍ خبره دلته دا کيږى چې تاسو سست نۀ شئ. په ايمان کښې سستى څۀ وى؟ په ايمان کښې سستى دا وى چې کله يو کس د خدائ پاک د لارې نه لرې شى او هغه خدمت پرېږدى چې کوم خدمت چې ورته خدائ پاک سپارلے وى، او خپله ذماوارى نۀ پوره کوى. مثال په طور، ستاسو په خيال په کور کښې د يو سړى سستى څۀ وى؟ د سړى سستى دا ده چې هغه محنت مزدورى نۀ کوى سوچ نۀ کوى فکر نۀ کوى، خپلو زماوارو نه يې مخ اړولى وى، دا غم ورسره نۀ وى چې د کور هر څۀ به څنګه پوره کوى، نو دا د يو سړى سستى وى. هم دغه شان په ايمان کښې زمونږ سستى دا ده چې کله مونږ د خدائ پاک د خلقو، د خپلو کشرانو خيال نۀ ساتو، په هغوئ باندې ځان ناغرضه کوو، هغوئ له روحانى تعليم او تربعيت نۀ ورکوو، نو دا په ايمان کښې سستى ده. او دا هم ډېره خطرناکه ده. ځکه چې عيسى مسيح د دې په حقله مونږ له بې شمېره مثالونه راکړى دى. په انيجل شريف کښې ذکر راځى چې، عيسى مسيح فرمائى،
چې ډيوه بله شى نو څوک پرې لوښے نۀ ږدى، بلکې د ډيوټ دپاسه کېښودلے شى چرته چې د کور ټولو خلقو ته رڼا ورکوى. او تاسو هم دغه رنګ د خلقو د وړاندې رڼا خوره کړئ د دې دپاره چې هرکله هغوئ ستاسو ښۀ کارونه ووينى نو هغوئ به ستاسو د آسمانى پلار، لوئى بيان کړى. (متى ٥: ١٥-١٦)
ګرانو ملګرو، دا ډېر آسان کار دے چې يو کس په ايمان کښې سست شى، خپله زماوارى هېره کړى او په داسې نورو څيزونو کښې مشخول شى په کوم کښې چې د هغۀ زړۀ او روح خوشحاله وى. مونږ دې دعا وغواړو چې دا سستى د زمونږ نه لرې شى او خدائ پاک ته دې ووايو چې، خدايه پاکه، زما ضمير بېدار کړه، زما سوچه او خيالونه تازه کړه، ماله جوش او جزبه راکړه. په ما کښې مينه پېدا کړه چې زۀ خلقو ته ستا کلام ورسوم. نو خدائ پاک به ضرور زمونږ مدد کوى چې مونږ په روحانى طور د جوش نه ډک کړى او د نورو خلقو د بېدارئ دپاره هم استعمال کړى. او بيا په دې آيت کښې دا خبره هم کيږى چې، د هغوئ په نقش قدم شئ څوک چې د ايمان او صبر په وسيله د لوظ وارثان دى. کله چې په مونږ کښې د ايمان بېدارى راشى نو د دې دا مطلب نۀ دے چې اوس دې مونږ په جوش کښې راشو او هر څۀ دې هم په يوه پوره کړو. د دې خطره دا ده چې دې سره به مونږ د خپل ايمان نه سېوا قدم واخلو. د خپل ايمان نه سېوا قدم پورته کول به مونږ له صرف نقصان راکوى او دا کم اقلتوب سراسر بې وقوفتوب دے. مونږ دې ضرور په ايمان کښې سست نۀ شو، خو هر قدم دې په دعا، حکمت او صبر سره آخلو. ځکه چې تېزى به نۀ صرف مونږ ته نقصان رسوى بلکې مونږ سره سره به زمونږ خاندان ته هم نقصان رسېدلے شى. په دعا، صبر او حکمت سره هر يو قدم اوچتول پکار دى. لکه څنګه چې په انجيل شريف کښې پولوس رسول فرمائى،
د هغه فضل په مطابق کوم چې ما ته راکړے شوے دے، زۀ په تاسو کښې هر چا ته دا وايم چې تاسو خپل ځان د خپل حيثيت نه اوچت مۀ ګڼئ. څنګه چې خُدائ پاک هر چا ته يوه اندازه ايمان ورکړے دے، هغه دې خپل ځان د هغې په مطابق وګڼى. (روميان ١٢: ٣)
خدائ پاک دې مونږ له پوهه او حکمت راکړى، او زمونږ نه دې هر قسمه سستى لرې کړى او په مونږ کښې دې بېدارى پېدا کړى. او کوم د تل ژوندون لوظ چې خدائ پاک مونږ سره کړے دے هغه لوظ همېشه ياد وساتو، او کوم لوظ چې مونږ خدائ پاک سره کړے دے مونږ هغه هم ياد وساتو او د ايمان په دې سفر کښې دې مخ په وړاندې روان وسو.

4

/ 1000

  • No matching results...
  • Searching...

/ 10000

Options: