د ايمان په وجه مصيبت زغملو کښې او د خپلې رويې په وجه مصيبت زغملو کښې فرق
اسلام عليکم زما ګرانو او خوږو ملګرو، اُميد لرم چې تاسو به ښۀ يئ. په انجيل شريف کښې د اول پطروس په نوم خط د څلورم باب په څوارلسم آيت کښې مالک عيسى مسيح فرمائى،
کۀ تاسو ته د مسيح د نوم په وجه بدرد ووئيلے شى نو تاسو بختور يئ، ځکه چې د جلال روح، يعنې د خُدائ پاک روح په تاسو سورے کوى.
آمين. زما ملګرو، مونږ چې د مالک عيسى مسيح منونکى يو، نو د خپل ايمان په وجه مونږ هر څنګه خلقو او حالاتو ته مخامخ کيږو. څۀ خلق داسې وى چې هغوئ بلکل په خدائ پاک باندې ايمان نۀ ساتى نو په دې وجه هغوئ ايمانداران زوروى او په هر ممکن کوشش سره د مسيحيت د دروغ ثابتولو کوشش کوى او خاندا او ټوکې ورپورې کوى. او چې کوم مسيحى په ښکاره د خپل ايمان اقرار کوى نو داسې ايمانداران هغوئ په هرې طريقې سره زوروى، ذهنى دباو کښې يې اچوى، بدرد ورته وائى، او داسې مسخرې ورپورې کوى چې هغه ايماندار په خپل ځان کښې شرمنده شى، خپل ځان بې وقوف وګڼى او خپله عقيده ورته سپکه ښکاره شى. خو د انجيل شريف په دې آيتونو کښې مونږ ته د حوصلې خبره کيږى چې مونږ په داسې قسمه حالاتو کښې مايوسه نۀ شو. ځکه چې کومه خبره زيات اهميت لرى. آيا دا چې مونږ ته د مالک عيسى مسيح د نوم په وجه بدرد وئيلے کيږى، او که دا چې په مونږ باندې د خدائ پاک روح سورے کړے دے؟ ستاسو څۀ خيال دے چې په دې دواړو کښې څۀ ډېر اهميت لرى؟ د خدائ پاک روحُ القدس زمونږ په ژوند کښې زيات اهيمت لرى او که د خلقو د بې عزتۍ لفظونه؟ حقيقت په کوم يو کښې موجود دے؟ اثر په کوم يو کښې زيات دے؟ بې شکه چې اثر هم د خدائ پاک په روحُ القدس کښې زيات دے چې هغه په مونږ کښې اوسيږى. دا هغه روح دے چې پخوا به په پېغمبرانو کښې وو، او د خدائ پاک په غوره شوو کښې به وو. او اوس هم هغه روح په مونږ کښې کار کوى. نو مونږ ډېر خاص يو. په مونږ باندې د خدائ فضل شوے دے، نو مونږ دې نۀ مايوسه کيږو. او دې سره سره دې مونږ خپلې رويې ته هم غور وکړو، چې مونږ په کومې رويې سره خلقو ته د مالک عيسى مسيح د نوم لويې بيانوو. په تېرو ورځو کښې يوه ويډيو زما مخې ته راغله. يو کس په بس کښې ودريږى، او ډېر په چغو او شور سره خلقو له دعوت ورکوى چې په عيسى مسيح باندې ايمان راوړى. په هغه بس کښې يو هلک په موبائيل باندې خبرې کولې خو د ډېر تېز آواز په وجه هغۀ په موبائيل باندې خبرې نۀ شوې کولے نو هغه غصه شو او هغه مسيحى کس ته يې وئيل چې لږ په آرام خبرې کوه زۀ په موبائيل باندې ضرورى خبرې کوم. خو هغه کس بلکل د چا خبرې نۀ اورېدې او په چغه چغه يې ټولو ته بيان کولو او په بس کښې يې ډېر زيات شور جوړ کړے وو. نو د عيسى مسيح د لارې ښائسته دعوت هغۀ ډېر په عجيبه طريقې سره ورکولو. نو هغه هلک غصه شو او مسيحى تبليغى له يې په مخ سپېړه ورکړه. ګرانو دوستاتو، بې شکه چې عيسى مسيح مونږ ته دا فرمائيلى دى چې څوک تاسو په يو مخ ووهى نو بل مخ هم ورته وړاندې کړه، خو د دې دا مطلب نۀ دے چې اول دې مونږ خلق غصه کړو او بيا دې ورته خپله حليمه ښکاره کړو. مونږ دې ضرور په خپلې رويې باندې غور وکړو چې زمونږه رويه څنګه ده. آيا چرته خلق زمونږ د عجيبه رويې په وجه خو زمونږ ايمان ته سپک نۀ ګورى؟ نو د ايمان د خاطره په مصيب زغمولو کښې، او د خپلې عجيبه رويې په وجه په مصيبت زغملو کښې فرق شته او مونږ دې په دې کښې فرق وپېژنو. پکار دى چې همېشه په حکمت او مينې سره خلقو ته د عيسى مسيح تعليم او دعوت ورکوو. نو که بيا څوک غصه کيږى هم، او مونږ ته بد رد هم وائى نو مونږ بختور يو ځکه چې د خدائ پاک روح مونږ سره دے او د خدائ پاک کلام مونږ له دا زېرے راکوى چې دا روحُ القدس زمونږ د خلاصون او د همېشه ژوندون زمانت دے، نو دې دپاره دې مونږ د خدائ پاک شکر ادا کړُو.