دروغ وئيل پرېږدئ او د خپل ګاونډى سره رښتيا وايئ
اسلام عليکم زما ګرانو او خوږو ملګرو، اُميد لرم چې تاسو به ښۀ يئ. ملګرو، په انجيل شريف کښې د افسيانو په نوم خط د څلورم باب په پينځويشتم آيت کښې پولوس رسول فرمائى،
نو بيا تاسو هر يو کس دروغ وئيل پرېږدئ او د خپل ګاونډى سره رښتيا وايئ ځکه چې مونږ ټول د يو بدن اندامونه يُو.
آمين. زما ملګرو، کله چې مونږ په حقيقت کښې ژوند تېروو نو زمونږ ضمير به صفا وى. او کلام هم مونږ ته دا وائى چې خپل ضمير صفا ساتئ. دلته مونږ ته دا نصيحت کيږى چې مونږ خپل ګاوندى سره رښتيا وايو. دلته د ګاوندى نه مطلب هغه خلق دى چې په ايمان کښې زمونږ وروڼه او خوېدنې دى، ځکه چې دلته وئيلے شوى دى چې، مونږ ټول د يو بدن اندامونه يو. پولوس رسول اکثر د ايماندارنو يو بل سره تړون د انسانى بدن په مثال سره بيانوى، هغه فرمائى،
ځکه لکه څنګه چې بدن يو دے او د دې اندامونه ډېر دى، او د بدن ټول اندامونه اګر کۀ ډېر دى خو ټول يو بدن دے، هم دغه شان مسيح هم دے. دغه شان کۀ مونږ يهوديان يُو او کۀ غېريهوديان، کۀ غلامان يُو او کۀ آزاد، مونږ ټولو په يو روح کښې بپتسمه اخستې ده او خُدائ پاک زمونږ د ټولو په زړونو کښې يو روح اچولے دے. حقيقت کښې بدن د يو اندام نه نۀ وى جوړ بلکې د ډېرو نه جوړ وى. (اول کرنتيان ١٢: ١٢-١٤)
او دا هم چې،
نو اوس تاسو ټول په شريکه د مسيح بدن يئ او تاسو ټول د يو بدن اندامونه يئ. (اول کرنتيان ١٢: ٢٧)
نو ګرانو مينه والو، مونږ ټول ايمانداران د عيسى مسيح بدن يو او هغه زمونږ سر دے. او هم په دې وجه دې مونږ ايماندران، د يو بل عزت کوو او يو بل ته دې رښتيا وايو، د يو بل احساس دې کوو او په دروغو کښې دې ژوند نۀ تېروو. بلکې په حقيقت کښې دننه دې ژوند تېروو ځکه چې د ايماندار د ژوند او لارې بنياد په حقيقت باندې دے، او مقصد يې هم دا دے چې په حقيقت کښې ژوند تېر کړى، او مونږ ايماندارن چې د چا پېروى کوو، هغه په خپله هم دا دعوى کوى چې هغه حقيقت دے. مونږ عيسى مسيح پسې روان يو هغه فرمائى چې زۀ حقيقت يم. نو چې زمونږ د ژوند مقصد دا دے چې په حقيقت کښې پاتې شو نو بيا مونږ ولې يو بل ته دروغ ووايو؟ که څوک دروغ وائى نو د دې مطلب دا دے چې هغه کس په حقيقت کښې ژوند نۀ تېروى او نۀ هغه د حقيقت په لار روان دے.
يو انسان هغه وخت دروغ وائى چې کله هغه خپل ځان د څۀ مشکل نه بچ کول غواړى، يا په داسې حالاتو کښې چې خپل ځان نورو ته ښۀ څرګند کړى، او يا د خپلې ګټې دپاره هم يو کس دروغ وائى. د دې هر څۀ تعلق فانى څيزونو سره دے دا دنياوى لارې دى. داسې نورې لارې شته چې په هغې کښې دروغ وئيلو طرف ته ترغيب ورکړے کيږى، خو د خدائ پاک په کلام کښې مونږ ته هم دا نصيحت کيږى چې مونږ دې دروغ وئيل پرېږدو په حقيقت کښې دې ژوند تېروو يو بل ته دې رښتيا وايو، نو دې سره به زمونږ د مالک لوئ څرګنديږى. څومره چې سرۀ زر خالص وى نو دومره هغه قيمتى وى، نو څومره چې زمونږه زړۀ د حقيقت نه ډک وى نو دومره به مونږ په روحانى طور روښانه يو او هم دې نه دا څرګنديږى چې مونږ د چا مريدان يو. او کله چې مونږ رښتيا وايو نو مونږ به يو بل دپاره د فائدې سبب شو. ځکه که چرې مونږ دروغ وايو نو اول خو دا زمونږ خپل نقصان دے، او بيا ځان سره سره نورو ايماندارانو له هم نقصان ورکوو. او خدائ مۀ کړه، که چرې مونږ په دروغو کښې ژوند تېروو او خپل نور دوستان او عزيزان هم په دروغو اموخته کړو نو دې سره مونږ کوم قسمه کلسياء قائموو؟ مونږ به چا پسې روان يو؟ حقيقت پسې او کۀ دروغو پسې؟ ياد ساتئ، حقيقت عيسى مسيح دے، او شېطان د دروغو پلار دے. عيسى مسيح په خپله بې ايمانانو په حقله دا فرمائيلى دى چې،
تاسو ته چې زۀ څۀ وايم په هغې ولې نۀ پوهېږئ؟ دا ځکه چې تاسو زما کلام قبلولے نۀ شئ. خو تاسو د خپل پلار اِبليس بچى يئ او تاسو په خپله خوښه د هغۀ خواهشونه پوره کوئ. هغه د اول نه قاتل وو او په حقيقت نۀ دے ولاړ ځکه چې په هغۀ کښې څۀ حقيقت نشته. کله چې هغه دروغ وائى نو د خپل فطرت په مطابق يې وائى ځکه چې هغه دروغژن دے او د دروغو پلار دے. (يوحنا ٨: ٤٣-٤٤)
نو ځکه پولوس رسول ټولو ته دا نصيحت کوى چې تاسو يو بل ته دروغ مۀ وايئ او په حقيقت کښې يعنى په مالک عيسى مسيح ژوند تېروئ. ځکه چې مونږ ټول د يو بدن يعنى د مسيح اندامونه يو، مونږ يو يُو، او خپل ځان ته څوک دروغ وائى؟ دغه شان دې مونږ يو بل ته هم دروغ نۀ وايو. خدائ پاک دې مونږ له توفيق راکړى چې په خپل مالک کښې قايم پاتې شو.